د لاس رسي وړ اتصالات

د سویس پولیسو یو امام له ترهګرۍ سره د اړیکو په شک ونیوه


د زوریخ څارنوالي وايي دغه کسان د چهارشنبې په ورځ په شمالي ښار ونترثر کې نیول شوي دي
د زوریخ څارنوالي وايي دغه کسان د چهارشنبې په ورځ په شمالي ښار ونترثر کې نیول شوي دي

په سویس کې چارواکي وايي پولیسو پر یو جومات چاپه اچولې ده ملا امام او څلور نور کسان یې نیولي دي، پولیس شک لري چې دوی به په تاوتریخوالي او جرمونو کې لاس لري.

د زوریخ څارنوالي وايي دغه کسان د چهارشنبې په ورځ په شمالي ښار ونترثر کې نیول شوي دي.

سیمه ییز مطبوعات وايي داسې شک کیږي چې دا جومات به د افراطي اسلامپالنې سره اړیکې لري او یو شمېر هغه ځوانانو چې دغه جومات ته یې ډېر تګ راتګ کاوه، په عراق او سوریې کې له داعش سره یو ځای شوي دي.

د څارنوالي په اعلامیه کې راغلي چې پولیسو او څارنوالانو د دریو مشکوکو کسانو کورونه هم پلټلي او د څلور واړو پر ضد یې جنايي دوسیې ثبت کړي دي.

پولیسو پر جومات له هغې وروسته چاپه واچوله، چې ځینو خلکو شکایت وکړ، چې ایتوپیايي امام یې په خپلې خطبې کې د هغو خلکو د وژلو امر کړی چې جمعې ته نه ځي- لمونځ لپاره جومات ته نه ورځي-. امام همدغه راز له خپلو ټولو مقتدیانو غوښتي وو چې دا ډول مسلمانان ورټي.

څارنوالي وايي د چاپې پر مهال یې له جومات نه څلور داسې کسان هم نیولي چې د سویس د کډوالو قانون یې تر پښو لاندې کړی دی. اوس له دغو کسانو څخه پوښتنې او تحقیقات کیږي او نور معلومات یې په اړه ورکړل شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG