د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په لومړي ځل د ټسټ لوبې کوربه دی


دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ټسټ لوبې کوربه توب کوي.

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټسټ لوبه د جمعې په ورځ ( د مارچ ۱۵) نیټه د هندوستان په دهرادون کې پیلیږي.

وورسته له هغې چې افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړغړیتوب ترلاسه کړ افغانستان لومړۍ ټسټ لوبه په هندوستان او ایرلنډ په پاکستان بایللې وي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر افغان وايي له ایرلنډ سره د کرکټ ټسټ لوبه ورته زیات ارزښت لري او دا به تاریخي لوبه وي.

اصغر وايي "مونږ د دې ورځو لپاره ډير خوبونه ليدلي او نن چې دا وياړلې ورځ را رسيدلې په ډيره ښه توګه به دا لوبه ترسره کوو ".

د ایرلنډ د کرکټ لوبډلې کپټان ویليم وايي د شل اوریزې او یو ورځینۍ لوبې له ټسټ لوبې سره زیات توپیر لري.

ویلم وايي "د افغانستان میلمانه یو، دلته د هوا حالات او ټیم دواړه سره زیات توپيرونه لري، مونږ به د پیچ تر ليدلو وروسته ووينو چې څنګه لوبه کولای شو ".

د افغانستان د ټست کرکټ لوبډله
د افغانستان د ټست کرکټ لوبډله

د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ د ټسټ لوبې جام د افغانستان په غور ولایت کې د جام څلي ( منار جام) ته ورته جوړ شوی دی.

منار جام نږدې ۸۰۰ کاله مخکې د سلطان غیاث الدین غوري په وخت کې په غور ولايت کې جوړ شوی چې۶۲ متره لوړ والی لري او د افغانستان له تاریخي څلو څخه شمیرل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ به یوازينۍ ټسټ لوبه سبا جمعه پیل شي او د مارچ تر ۱۹ نیټې پورې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG