د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ټکزاس په ایالت کې د ستر توپان خطر


د امریکا د ټکزاس د اېالت والي خبردارې ورکړی چې د مکسیکو د خلیج د ساحل نه ېو ناتاره سمندري توپان د ټکزاس په لورې د حرکت په حال کې دی او شاید چې د "ېوه غټ افت" د رامنځ ته کیدو سبب شي. والي د خلکو نه غوښتي دي چې باید چمتو وي.

دا سمندري توپان چې قوت یې ٣ درجې اټکل شوی، په محلي وخت په راتلونکو څو ساعتونو کې به د ټکزاس د اېالت د مرکز هېوسټن په شمول ځینې ساحلي ښارونه وځپي. سخت باران او فی ساعت د ٢٠٠ کېلومټرو په رفتار تند جاکړ ورسره ملگري دي.اودا ویره موجود ده چې د دې اېالت ٦٠٠ کېلومټره پراخه ساحلي سیمې به خرابې کړي. گورنرگریگ ابټ په ٣٠ ولسوالیو کې بیړنې حالت اعلان کړي.

فکر کیږي چې د هاروي په نامه دا سمندري توپان به ۴٠ مېلېاردو ډالرو په ارزښتپه سلگونو زرو کورونو او تجارتي مرکزونو ته تاوان ورسوي او د انرژۍ بېهبه لوړه شي.

د مکسیکو له خلیج نه هره ورځد امریکا د خامو تیلو پنځمه برخه تیل راویستل کیږي او دخامو تیلو سمې نیمې تصفیه خانې په کې پرتې دي.. د ټکزاس په مرکزهیوسټن کې تقریبا دوه سوه زره کورونه د ددغه ناتاره توپان په لاره کې پراته دي.

د هیوسټن نه علاوه د گالویسټون ښارهم له خطر سره مخ دی. د توپان سره سم په دغو دوو غټو ښارونو کې د سیلابونو د راوتلو اندېښنه موجوده ده . ایالتيگورنر، گرېگ ابټ، پر خلکو غږ وکړ چې د ېوه غټ افت سره د مقابلې لپاره دې ځانونه چمتو کړي. په راتلوونکو ٣ ورځو کې د سل سانټي مټره باران د اورښت اټکل شوی دی. پر ټکزاس باندې ١۴ کاله پخوا هم دا ډول تباه کوونکې توپان راغلی و.

XS
SM
MD
LG