د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په سکو کې په لومړي ځل د یوې تورپوستې تصویر حک شوی 


مایا انګلیو
مایا انګلیو

د امریکا د خزانې وزارت وايي‌ چې د ۲۰۲۲ په نویو سکو کې یې د یوې افریقايي الاصله-امریکایۍ په ګډون د ځینو وتلیو او مخکښو امریکايي ښځو تصویرونه حک شوي دي.

مایا انګلیو لومړۍ تور پوستې امریکایۍ ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو په سکې کې یې تصویر حک کېږي او چلند ته وړاندې کېږي.

د مایا انګلیو تصویر د امریکا په ۲۵سنټه سکه کې چاپ شوی دی. د امریکا د خزانې وزارت ضرابخانې، چې د سکې د چاپ، ضرب وهلو او تولید مسئولیت لري، دا سکې اعلان او را ووېستلې.

مېرم انګلیو یوه شاعره او مدني فعاله وه او د ژوند شاوخوا ۵۰کاله یې په مبارزه کې تیر کړي دي. د هغې د یو مهشور کتاب نوم دی: «زه پوهېږم چې پنجره کې ایسار مارغه ولې سندرې وايي.»

د امریکا د خزانې وزارت د سکو د ضرابخانې مسئولې وینټرایس ګېبسن ویلي دي: « دا زما لپاره ویاړ دی چې خپلې داسې مشترکې ملي سکې نندارې ته وړاندې کوو چې امریکايي ښځې او د امریکا په تاریخ کې د هغوی ونډې نمانځي.»

د ۲۵ سینټې دغې سکې په یو مخ کې د امریکا د لومړي ولسمشر جورج واشنګټن او په بل مخ کې یې د انګلیو تصویرونه حک شوي.

د امریکا د خزانې وزیرې جانېټ یلین ویلي دي «ویاړي‌ چې دا سکې د امریکا د ځینو مخکښو مېرمنو ونډې نمانځي. هرکله چې د خپلو اسعارو بڼه بدلوو،‌ موږ د خپل هېواد په اړه د یو څه ویلو فرصت لرو- موږ څه ته ارزښت ورکوو او موږ څنګه د یوې ټولنې په توګه پرمختګ کوو.»

د فرانسې خبري اژانس په حواله شاوخوا ۹۰ کاله د امریکا د متحدو ایالتونو د سکو په یو مخ کې د دغه هېواد د لومړي ولسمشر جورج واشنګټن او بل مخ کې یې د عقاب تصویرونه وو.

خو په ۱۹۹۹ کې بیا نوې سکې ضرب شوې چې په کې د امریکا ۵۰ ایالتونه حک شوي وو، بیا قلمرونه او ملي پارکونه هم په دغو سکو کې حک شول.

د ۲۰۲۲ د امریکا په نورو سکو کې د سالي رایډ تصویر هم حک شوی دی، دا لومړۍ امریکایۍ وه چې فضا ته ولاړه.

د ویلما منکیلر تصویر هم حک شوی چې د «چیروکي» ملت لومړۍ مشره وه. همدغه راز په نویو سکو کې ښځو ته د رایو د حق غوښتلو د لومړۍ مشرې نینا اوتېرو وارین او د چینايي-امریکايي‌ فلمي ستورې انا مۍ وانګ تصویرونه هم حک شوي‌ دي.

دا نوې سکې د امریکا په فلادیلفیا او ډیلاویر کې ضرب شوي دي.

XS
SM
MD
LG