د لاس رسي وړ اتصالات

تایلنډ کې د تبعید شوي مشر خور انتخابات وګټل


یانګو شیناواتره به د تایلنډ لومړنۍ صدراعظمه شي
یانګو شیناواتره به د تایلنډ لومړنۍ صدراعظمه شي

په تایلنډ کې د ۲۰۰۷م کال وروسته په لومړي ځل انتخابات وشول. چارواکي وايي، د انتخاباتي مرکزونو د امنیت د ساتلو لپاره یې ۱۸۰ زره پولیس ځای په ځای کړي وو او د رایې اچولو بهیر له کومې ستونزې پرته پای ته ورسید.

صدراعظم ابهیسیت ویجاجیوا ماتې منلې او د خپل مخالف ګوند مشرې ته یې د بریالیتوب مبارکي ویلې ده.

د پارلمان اکثریت څوکۍ د فیو تای ګوند ګټلي دي. د فیو تای د ګوند مشري د تاکسین شیناواتره کشره خور یانګو شیناواتره کوي.

تاکسین شیناواتره څو کاله مخکې په یوې پوځي کودتا کې له واک نه لرې شو. د اداري فساد تورونه پرې ولګېدل او اوس هم په تبعید کې ژوند کوي.

د یکشنبې د انتخاباتو د نتیجې سره ددې امکان شته چې یانګو شیناواتره د تایلنډ لومړنۍ صدراعظمه شي.

رایه اچونکي وايي، دوی تمه لري چې نوی پارلمان به د تایلنډ په ټولنه کې هغه سیاسي مخالفتونه او بحرانونه ختم کړي چې په وروستیو څو کلونو کې رامنځته شوي دي.

اټکل کیږي چې د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې د ۴۵ میلیونو تایلنډي رایه اچوونکو له جملې نه له ۷۰ فیصدو نه زیاتو یې رایه ورکړه.

XS
SM
MD
LG