د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د خوشحالۍ شاخص کلنی رپوټ له مخې، افغانستان د خوښۍ د شاخص له مخې د نړۍ د هېوادونو په لېست کې تر ټولو وروستی ځای لري، هغه ځای چې د اوږدمهالو جګړو، اقتصادي ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو اغېزې لا هم د خلکو پر ورځني ژوند سیوری غوړولی دی.
د ۲۰۲۶ کال په نړیواله کچه د خوشحالۍ د شاخص کلنی رپوټ ښيي چې د نړۍ د نفوس یوه لویه برخه په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د خلکو د خوښۍ او د ژوند د رضایت کچه پکې منځنۍ یا ټیټه کچه ده.
دغه رپوټ د «نړیوالې خوشحالۍ د رپوټ موندنې» او د ملګرو ملتونو د «نړۍ د نفوس د راتلونکې اټکل» احصایې سره یوځای کوي څو د نړۍ د خلکو ترمنځ د خوښۍ د ریښتینې او روښانه اندازې پته ولګول شي.
فنلنډ، ډنمارک او آیسلنډ یو ځل بیا د نړۍ د تر ټولو خوشحاله هېوادونو په سر کې ځای لري. خو د دغو هېوادونو نفوس نسبتاً کم دی او د نړۍ د ټول نفوس یوازې یوه کوچنۍ برخه جوړوي.
په دې راپور کې د ژوند د رضایت کچه په داسې یوې طریقې اندازه کیږي چې له خلکو غوښتل کېږي خپل ژوند له صفر څخه تر لسو پورې درجه بندي کړي.
میلیاردونه خلک په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د خوښۍ یا د ژوند د رضایت منځنۍ کچه لري. هند، چین او اندونیزیا د دې ډلې مهم مثالونه دي.
هند چې نږدې ۱.۵ میلیارده نفوس لري، ۱۱۶م ځای لري او د نړۍ شاوخوا ۱۷ سلنه نفوس جوړوي خو لا هم نه دی توانېدلی چې خپله اقتصادي وده د خلکو د ژوند د کیفیت داسې کچې ته لوړه کړي چې دا بدلون د خلکو دپاره ملموس وي.
چین، چې د نړۍ دوهم تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، په تېره لسیزه کې یو څه پرمختګ کړی او له ۷۹م ځایه ۶۵م ته پورته شوی، خو لا هم د ډېرو لویو اقتصاد لرونکو هیوادونو تر کچې ټیټ دی.
په همدې حال کې یو شمېر پر نفوسه هېوادونه لکه مکسیکو، متحده ایالتونه، برازیل او ویتنام توانېدلي چې د خلکو د رضایت له مخې د نړۍ د ۵۰ غوره هېوادونو په ډله کې ځای ونیسي. مکسیکو، چې شاوخوا ۱۳۲ میلیونه نفوس لري، په نړۍ کې ۱۲م مقام لري.
دا راپور ښيي چې د ژوند د رضایت تر ټولو ټیټه کچه تر ډېره په افریقا او اسیا کې متمرکزه ده، هغه سیمې چېرې چې نفوس هم په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دی.
فورم \ دبحث خونه