نن پنجشنه (نومبر۱۹مه) د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ۸۰ کاله پوره شو. افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه په رسمي توګه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او د دې نړیوال سازمان له لومړنیو غړو هېوادونو څخه شو.
هغه مهال افغانستان د شاهي دولت په نوم یادېده او پاچا محمد ظاهر شاه یې مشر و.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، د ۱۹۴۶ کال د (نومبر په ۱۹مه) د امریکا په متحدو ایالتونو کې د افغانستان د دیپلوماتیکو چارو وزیر حسین عزیز د ملګرو ملتونو منشور لاسلیک کړی دی.
په همدې ورځ د افغانستان بیرغ د لومړي ځل لپاره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر په انګړ کې پورته شو.
په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستازی نصیر احمد اندیشه وايي:"زموږ هیواد افغانستان په ۱۹۴۶ کال کې د سویډن او ایسلند له هیوادونو سره یو ځای د یوې پریکړې له مخې ملګرو ملتونو سره یو ځای شو. په تېرو اتیا کلونو کې افغانستان د نړۍ او ملګرو ملتونو په دیپلوماسۍ کې فعاله ونډه درلوده. "
د ۱۹۴۵ کال په جون میاشت کې چې په اروپا کې د جګړې له پای ته رسېدو یوه میاشت وروسته وه، د ۵۰ هېوادونو استازي سره راټول شول او د ملګرو ملتونو منشور یې چمتو کړ. دغه منشور د ۱۹۴۵ کال د جون په ۲۶مه لاسلیک شو.
د ملګرو ملتونو سازمان په رسمي ډول د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۴مه رامنځته شو. د دې سازمان اساسي موخه د نړیوالې سولې او امنیت ساتل، د جګړو مخنیوی، د بشري حقونو ملاتړ او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا وه.
د افغانستان غړیتوب د دغه هېواد لپاره په نړیوال ډګر کې یو مهم ډیپلوماټیک پرمختګ و؛ ځکه له دې لارې افغانستان د نړۍ له هېوادونو سره د خبرو اترو، همکارۍ او نړیوالو اړیکو لپاره په یوه مهم نړیوال سازمان کې خپل رسمي ځای وموند.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: "په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځای، د افغانستان خلکو پورې اړه لري، هغه خلک چې د سولې، عدالت او د باعزته ژوند غوښتونکي دي. زموږ پیغام روښانه دی د افغانستان خلک باید هیر نشي. د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حق باید هیر نه شي، د ټولو خلکو حقونه او ازادي او د هیواد په راتلونکې کې د هغوی مشارکت باید د نړیوالو هڅو په محور کې وي. "
په تېرو ۸۰ کلونو کې له ملګرو ملتونو سره د افغانستان اړیکې د بېلابېلو سیاسي پړاوونو، جګړو او بشري بحرانونو له امله له ګڼو بدلونونو سره مخ شوې دي.
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي: "۸۰کاله وروسته متاسفانه نن موږ څه لرو؟ هغه تعامل چې باید د ملت، دولت او نړیوالې ټولنې سره وي، نه یې لرو، افغانستان متاسفانه یو منزوي هیواد دی. د خلکو او د ملت اراده د ولس اراده د نظام جوړولو لپاره تر پوښتنې لاندې ده. "
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو، روغتیا، پوهنې، کډوالو د ملاتړ، پراختیایي پروګرامونو او نورو مهمو برخو کې فعالیتونه ترسره کړي دي.
افغانستان نن هم د ملګرو ملتونو د سازمان غړی هېواد دی.خو د سیاسي استازولۍ، نړیوال رسمیت، د ښځو د حقونو، زده کړو او بشري اړتیاوو په اړه موضوعات لا هم له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو مهم بحثونه جوړوي.
د بشري حقونو فعاله نظیفه جلالي وايي: "دا اوس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ خالي ده. ددې سبب دا دی چې طالبان (دیفکتو) حاکم چارواکي دي او دوی حق نه لري چې هلته د افغانستان استازیتوب وکړي او یا د دوی د نامشروع حاکمیت څخه هلته یو کس لاړ شي."
بلخوا د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي د طالبانو اوسني حکومت کورنی او نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي او له همدې کبله یې څوک په رسمیت نه پيژني.
شینکۍ کړوخېل وايي: "افغانستان په بیلابیلو کنوانسیونونو کې لاسلیک کړی دی، نړیوالې پریکړې او اعلامیې یې منلې دي. طالبانو هغه ټول قوانین او پریکړه لیکونه چې باید منلی یې وای په هغې کې پاتې راغلي دي او له هغې څخه یې سرغړونه کړې ده او په همدې اساس دوی مشروعیت نه لري. "
د سیاسي بدلونونو سره سره، افغانستان په ملګرو ملتونو کې خپل غړیتوب ساتلی دی، په داسې حال کې چې دغه نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري مرستو، پراختیا او د بشري حقونو د وضعیت د څارنې په برخو کې خپل مهم رول ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) چې په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شوی، لا هم د سیاسي تعامل، بشري حقونو او له نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت، چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت نه پېژني، له ملګرو ملتونو څخه غوښتي دي چې په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ دغې ډلې ته وسپاري، خو ملګرو ملتونو لا دا کار نه دی کړي.
فورم \ دبحث خونه