د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړې ویزې پروګرام اوږد شو


د امریکا د نیویارک په ښار کې د ازادۍ مجسمه
د امریکا د نیویارک په ښار کې د ازادۍ مجسمه

په افغانستان کې د امریکا د سفارت په یو بیان کې ویلي، چې امریکا د هغو افغانانو لپاره چې په تیرو کلونو کې یې امریکايي عساکرو سره یې کار کړی،د ځانګړي مهاجرت د ویزې د پروګرام مهلت اوږد کړی دی.

د امریکا د سفارت لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ډیسمبر په نوولسمه د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۵ میلادي مالي کال لپاره داسې مقرره لاسلیک کړې، چې له مخې یې د ځانګړي مهاجرت ویزې د پروګرام یا ایس ای وي پروګرام له لارې به څلور زرو هغو افغانانو ته په امریکا کې د بیا میشته کیدلو امکانات برابر شي، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې یې د امریکا د حکومت لپاره په امنیتي برخو کې کار کړی وي.

د امریکا د ځانګړي مهاجرت ویزې پروګرام نه هغه افغانان ګټه اخېستي شي، چې د ایساف په مشرۍ امریکايي ځواکونو سره یې د ژباړونکو او یا هم له دغو ځواکونو سره په نورو برخو کې کار کړی دی.

د امریکا سفارت وايي، چې د ایس ای وي له دغه پروګرام اضافي څلور زره کسان ګټه اخېستي شيږ

دا بیان وایي چې دا پروګرام به هله پای ته ورسیږي، چې ټولو څلور زرو کسانو ته د مهاجرت ویزې ورکړل شي.

د امریکا سفارت وايي، د ۲۰۱۷ کال د مارچ یو دېرشمه د امریکا د ځانګړي مهاجرت ویزې یا ایس ای وي، د پای ورځ ده. خو که د امریکا کانګرس دا پروګرام تر دې زیات پسې ونه غځوي.

د امریکا د سفارت په خبرپاڼه کې دا ډول راغلي، چې د ایس ای وي د پروګرام لپاره د غوښتنو د سپارنې مهلت ددې کال تر پایه دی، او باید د ماموریت د مشر تائید واخېستل شي.

د ایس ای وي یا د امریکا د ځانګړي مهاجرت ویزې پروګرام له څه مودې راهېسې روان دی او یو شمېر افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی وو، په امریکا کې د اوسېدو یا مهاجرت ویزې اخېستي دي.

د نه مهاجرت ویزه

په ورته وخت کې د امریکا سفارت ویلي، چې د هغو افغانانو لپاره چې په امریکا کې د نه اوسېدو یا سیاحت ویزه اخلي، د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې ددغو ویزو بڼه له لنډ مهال نه اوږد مهال ته تبدیله کړې ده.

د امریکا سفارت په یو بیان کې ویلي دي جې اوس به افغان سوداګرو، سیلانیانو، او زده کوونکو ته د نه میشته کیدلو یا د نه مهاجرت ویزې د درېو میاشتو پر ځای د یوه کال لپاره او د یو ځل تلو پر ځای د څو وارې تګ لپاره ورکول کیږي.

د امریکا سفارت ویلي، چې د هغو لپاره چې ډیپلوماټان دي او رسمي ویزې اخلي دا مقرره نه تطبیق کیږي.

XS
SM
MD
LG