د متحده ایالتونو هوایي ځواک د خپلو څېړنو په پایله کې دې نتیجې ته رسیدلی چې تیر کال یې له افغانستان څخه د تخلیې د بېړنیو عملیاتو پر وخت مناسب عمل کړی او د هغو کسانو په مړینه ګرم نه دي چې د لاچارۍ په حالت کې یې ځانونه په پوځي الوتکو پورې ځړولي وو او وروسته رالوېدلي او یا د الوتکو په ټیرونو کې بند پاتې شوي وو.
د هوایی ځواک ویاندې این سټیفانیک د دوشنبې په ورځ مې ۱۳ (غبرګولی ۲۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې ددغو کسانو د مړینې په اړه تحقیقاتو موندلي چې د امریکا د هوایي قواو عملې "په خرابېدونکي امنیتي وضعیت کې په بیړه هوا ته د پورته کېدو پر وخت د امکان تر حده سم قضاوت کړی دی."
د هغې ورځې ویډیوګانې او نور راپورونه افغانان ښيي چې په ډله ییز ډول د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي وو او په دې لټه کې وو چې ژر تر ژره له هیواد څخه ووځي. دوی د C-17 ټرانسپورټ الوتکې څخه راچاپېر شوي وو او د الوتکې عملې د بیروبار د لا زیاتېدو له ویرې د پرواز پرېکړه کړې وه.
په مبایل تلیفونونو اخیستل شوي ویډیوګانې ښيي چې یو شمیر کسان له الوتکې څه رالویږي. وروسته څرګنده شوه، دا هغه کسان وو چې د الوتکې په ټیرونو کې یې ځانونه پټ کړي وو.
د قطر په العدید هوايي ډګر کې له راښکته کېدو وروسته، د الوتکې په ټیرونو کې د انسان پاتې شوني هم موندل شوي وو.
آغلې سټیفنیک وویل: "دا یوه غمجنه پیښه وه او موږ د وژل شویو کسانو له کورنیو سره غمرازي کوو." هغې وویل چې د هوايي ځواک د ځانګړو تحقیقاتو څانګې پیښه وڅیړله او بیا یې د پیښې د ځای چارې قطري چارواکو ته وسپارلې چې څیړنو ته ادامه ورکړي.
میرمن سټیفنیک وویل: "د الوتکې د عملې مسلکي توب او ګړندي فکر د الوتکې او د عملې خوندیتوب تضمین کړی دی. له دغې پېښې وروسته، د عملې غړي د اړتیا وړ رواني درملنې او نور خدماتو د تر لاسه کولو وروسته خپل کار ته ستانه شوي دي."
دا لا څرګنده نه ده چې پدغه ورځ څو کسان وژل شوي دي. ویډیوګانې ښیې چې دوه کسه د څو ثانیو په توپیر، یو په بل پسې له الوتکې رالویږي. مګر د یوې ودانۍ پر بام په یوه وخت کې د دوو جسدونو رالوېدل ښيي چې ممکن لږ تر لږه یو بل کس هم را لوېدلی وي.
افغانانو وروسته څرګنده کړه چې پر بام باندې د رالوېدلو دوو کسانو په جمله کې، یو یې ۲۴ کلن فدا محمد و. هغه د غاښونو ډاکتر و. سيمه ييزو رسنيو ويلي، دوهم جسد د صفي الله هوتک په نوم د يوه ځوان و. لږترلږه یو بل کس هم د C-17 الوتکې په ټیرونو کې د بند پاتې کیدو په نتیجه کې وژل شوی و