د لاس رسي وړ اتصالات

په مالي کې د سرو زرو کان د نړېدو له کبله ۴۲ تنه مړه شوي


د مالي دولتي تلویزیون د یکشنبې په ورځ، فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۸) راپور ورکړ چې د کینیبا په سیمه کې د ځمکې له ښوېدو وروسته د سرو زرو یو کان د پرېوتلو له کبله لږ تر لږه ۴۲ کسان مړه شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

د سیمې یو مشر فالایي سیسو کو وویل:‌ "دا پېښه پرون د شنبې په ورځ شوې ده. ځمکه په هغه ځای کې ښوېدلې ده چې چینايانو په کې کار کاوه. "

د مالي حکومتي چارواکو ویلي چې د دې پېښې او په سیمه کې د کان کېندنې د څرنګوالي په اړه تحقیقات دوام لري.

دا په کابو یوه میاشت کې دویم ځل دی چې په مالي کې داسې پېښه کېږي. د جنوري په ۲۹ هم د مالي په جنوب کې د کولکورو په سیمه کې د ځمکې ښوېدنې له امله څو تنه ووژل شول چې زیات شمېر یې ښځې وې.

د تېر عیسوي کال په جنوري میاشت کې هم د مالي پایتخت باماکو ته څېرمه د سرو زرو یو کان چې په کې په غیرقانوني توګه کیندنې کېدې راپرېوت او څه باندې ۷۰ تنه په کې ووژل شول.

په وروستیو کلونو کې داسې اندېښنې رامخې ته شوي دي چې په مالي کې له غیرقانوني کان کیندنو څخه افراطي ډلو ته هم ګټه رسېږي.

د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ ادارې د راپور په اساس "سره زر د مالي د صادراتو تر ټولو یو مهم قلم دی او په ۲۰۲۱ کال کې یې د دې هېواد د صادراتو څه باندې ۸۰ سلنه برخه جوړوله. "

په دې راپور کې راغلي د مالي څه باندې دوه میلیونه وګړي چې د دې هېواد د نفوس لس سلنه جوړوي د کانونو د استخراج له لارې عوایدو پورې متکي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG