له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو په کمیدو سره په هغه هېواد کې د میلیونونو خلکو روغتیايي خدمات له خطر سره مخ شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال او په افغانستان کې ددې سازمان همغږي کوونکي، برونو لومارکیس وایي چې د بودیجې د کمښت له امله، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې ۴۰ سلنه لومړني صحي خدمات د تړل کېدو له خطر سره مخ دی.
لومارکویس د پنجشنبې په ورځ (نومبر شپږمه) په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا وضعیت په ټول افغانستان کې له ۹۰۰ روغتیایي مرکزونو څخه پر ۷۰۰ ډېر اغېزمن کوي.
برونو لومارکیس په افغانستان کې وضعیت ستونزمن وباله او ویې ویل که څه هم نسبي ثبات او امنیت شته خو اقتصادي او د اساسي حقونو او فوري بشري اړتیاوو مشکلات موجود دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چې له افغانستان سره د بشري مرستو بودیجه له ۲۰۲۳ کال څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۵۷۰ میلیون ډالرو ته راټیته شوې ده او په ۲۰۲۶ کال کې د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۳۳ سلنه تمویل شوېده.
لومارکیس په افغانستان کې پر ښځو او نجونو پراخو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل: " څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې متوسطه زده کړو ته له لاسرسي محرومې شوي دي او په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو شمیر صفر ته راټیټ شوی دی.
د هغه په وینا، په ښوونځیو کې د هلکانو شمیر هم کم شوی دی ځکه چې یو شمیر کورنۍ د اقتصادي مشکلاتو له امله په خپلو اولادونو کار کوي.
د کډوالو د ستنیدو کړکیچ
لومارکیس همدا راز له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د کډوالو د پراخې راستنېدنې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ۲۰۲۳ کال له درېمې ربعې راهیسې، ۶.۷ میلیونه کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل:"دا د افغانستان لپاره یو ډېر لوی شمېر دی، هغه هېواد چې له وړاندې لا له ډېرو ننګونو سره مخ دی."
برونو همدارنګه هرات ولایت د هغو ځایونو څخه وباله چېرته چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه سخت شوي او په وینا یې د میرمنې پر زده کړو، کار، خدماتو، او په عامه ژوند محدودیتونه ډیر شوي دي.
د کوکنارو په کښت کې زیاتوالی
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د کوکنارو د کښت ځمکه په ۲۰۲۶ کال کې د ۲۰۲۵ کال په نسبت ۳۳۰ سلنه زیاته شوې او تولید یې هم پنځه چنده زیات شوی دی.
برونو لومارکیس په دې ټکي ټینګار وکړ چې د کوکنارو کښت یوازې له یوې ډېرې ټیټې کچې څخه لوړه شوې ده او زیاته یې کړه چې د دې فصل پر وړاندې دوامداره مبارزه د بزګرانو لپاره د ژوند کولو د بدیلو لارو چارو برابرولو ته اړتیا لري.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو دفتر د اکتوبر په ۲۹ نیټه په یوه راپور کې وویل چې په افغانستان کې د تریاکو تولید د تېر کال په پرتله شاوخوا پنځه چنده زیات شوی دی.
د نشه يي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې (UNODC) اجراییوي رییسې، مونیکا یوما، په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې زیاتوالي لامل د بزګرانو بې وزلي او اقتصادي ستونزې دي.
فورم \ دبحث خونه