د لاس رسي وړ اتصالات

د جنبش ګوند پلویانو خپلې مظاهرې پای ته ورسولې


کابل ته د جنرال دوستم له بیرته راستنیدو وروسته د جنبش ګوند پلویانو په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې مظاهرې پای ته ورسولې
کابل ته د جنرال دوستم له بیرته راستنیدو وروسته د جنبش ګوند پلویانو په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې مظاهرې پای ته ورسولې

تیره ورځ مازیګر مهال د جمهور ریس لومړی مرستیال جنرال دوستم بیرته افغانستان ته راستون شو، او له خپلو طرفدارو یې وغوښتل چې په ولایتونو کې مظاهرې پای ته ورسوي.

د تالقان، جوزجان، او فاریاب د ښارونو په لویو لارو او کوڅو کې د جنبش د طرفدارو له خوا خیمې وهل شوې وې، چې تیره شپه ددغه ګوند طرفدارو له ټولو ښارونو څخه درول شوې خیمې ټولې کړي دي.

دولتي ادارې او تړل شوي بازارونه پرانستل شوي خو کاروباري خلک او دوکانداران وايي چې په تیرو پنځلس ورځو کې یې زیات تاوان کړی دی.

د تالقان ښار یو تن دوکاندار محمدرحیم وايي چې په تیرو پنځلس ورځو کې یې ۵۰ زره افغانۍ تاوان کړی، هغه زیاتوي چې ځینې هغه سودا چې باید زر خرڅه شوي وای خرابه شوې ده: "مظاهرو ۱۵ ورځې دوام وکړ، کاروبار په کې نه و، په دغو ورځو کې یوازې ما ۵۰ زره افغانۍ تاوان کړی".

هغه زیاتوي چې مظاهرو کې باید عام ولس ته زیان وانه وړي خو دغو مظاهرو د تالقانو خلک سخت زیانمن کړل: "مظاهرې باید سوله ییزې وي، او په داسې ځای کې مظاهرې وکړي چې عام خلک او کاروباریان په کې زیانمن نه شي".

د جنبش د ګوند یو تن غړی انه مراد وايي چې د مظاهرو درول شویو خیمو ته یې تلویزیونونه راوړي وو او له هغه ځایه یې د خپل مشر د راتګ ژوندۍ خپرونې کتلی.

هغه زیاتوي تیره شپه یې د مظاهرو په خیمو کې له خوښۍ او د موسیقي له اوریدو وروسته خیمې ټولې کړي دي، او د ښار تړل شوې برخې پرانستل شوي دي.

انه مراد وايي چې په شمالي او شمال ختیځو ټولو ولایتونو کې تړل شوې لارې، بازارونه، او سوداګریز ځایونه چې ددوي د مظاهرو په جریان کې تړل شوي وو بیرته پرانستل شوي دی.

د جنبش ګوند د مظاهرو پیل له فاریاب څخه وشو چې په کې د ولایت ودانۍ او دولتي موټرې وسوځول شوې، او د اقینې بندر د سوداګرو د تجارتي مالونو د صادراتو او واریداتو پر مخ تړل شوی و، په سمنګان کې هم څو ځل د کابل مزار لویه لار وتړل شوه، او په تالقانو ښار کې هم د یوې اونۍ لپاره د بازار یوه برخه او دولتی ادارې تړل شوې وې.

د جنبش ګوند له تاوتریخوالي ډکې دغه مظاهرې پرون مازیګر هغه وخت چې جنرال دوستم بیرته هیواد ته راستون شو پای ته ورسیدې، ا و د شپې له خوا یې خیمې ټولې کړې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG