د لاس رسي وړ اتصالات

بین الافغاني مذاکرات د شنبې په ورځ پیل کیږي

عکس ارشیف: په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې
عکس ارشیف: په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې

ټاکل شوې چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو افتتاحیه غونډه د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۲) وشي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه د سولې مذاکراتو د پيل لپاره د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي تیاري په ډاګه کړې ده او ویلي دي چې د دولت مذاکره کوونکی پلاوی د قطر پلازمینې دوحه ته سفر کولو ته تیار دی او سبا ته به لاړ شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت پلاوي او طالبانو ډلې ترمنځ د مذاکراتو د پيل مراسمو کې، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو سرپرست وزیر محمد حنيف اتمر، د سولې په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی عبدالسلام رحيمي او د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري، د افغانستان د اسلامي جمهوريت په استازيتوب به ګډون وکړي.

طالبانو هم نن د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې د موافقې په اساس د «بين الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې» ګډون ته چمتو دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمدنعیم د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۰ په خپل ټویټر باندې ددې ډلې اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د بین الافغاني خبربو افتتاحیه غونډه به د وږي د میاشتې په ۲۲ په قطر کې وشي.

دې ډلې ادعا کړې چې دوی «د مذاکراتو بهیر په ښه ډول پرمخ بیولو او د اسلامي ارزښتونو او هیواد د علیا منافعو په چوکاټ کې، د سرتاسري سولې او سوچه اسلامي نظام د رامنځ ته کیدو هوډ لري.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل نیټه تائید کړې او ویلي یې دي چې «د افغان مختلفو اړخونو ترمنځ مستقیم مذاکرات په افغانستان کې د دوامداره سولې د ټینګیدو پر لور یو بل ګام دی.»

د رویترز د رپوټ له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان د دولت او طالبانو استازي د افتتاحیه غونډې وروسته د مذاکراتو د اجندا په هکله فني بحثونه پیل کړي.

دمخه تر دې د طالبانو ویاند ډاکتر محمد نعیم لیکلي وو چې د بندیانو خلاصون لا هم پاتې دی چې په وینا یې کار پرې روان دی او کله چې د بندیانو ازادولو بهیر بشپړ شي په وینا یې د دغه ډلې مذاکراتي ټېم خبرو ته چمتو دی.

د روانې وږې میاشتې پر ۳مه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله پای ته ورسېده او د رپوټونو له مخې شپږ طالب بندیان چې پر خلاصون یې کړکیچ رامنځ ته شوی و، قطر ته واستول شول. د وروستیو معلوماتو له مخې دغه شپږ تنه هم په قطر کې ازاد شوي دي او په نتیجه کې طالبانو مذاکرو ته چمتوالی اعلان کړی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG