د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې «ډاروونکو» سیلابونو ۱۵۷ کسان مړه کړي


د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل د یکشنبې په ورځ جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۷) پداسې حال کې پدې هیواد کې راوتلي سیلابونه «ډارونکي» وبلل چې په وروستیو سیلابونو کې د مړو شمیر ۱۵۷ تنو ته لوړ شو.

د جرمني صدراعظمې د هیواد د یوې سختې ځپل شوې سیمې د لیدلو په وخت د مصیبت ځپلو سره د مالي مرستو ژمنه وکړه. هغې د ادیناو مصیبت ځپلې سیمې د اوسیدونکو سره د کتنې په وخت وویل چې د ویجاړیو شرحه مشکله ده.

دا په تیرو شپږو لسیزو کې ددې هیواد تر ټولو سخت طبیعي افت دی چې نن یکشنبه جولای ۱۸ یې هم د جرمني په جنوب د بایرن ایالت په یوه ولسوالۍ کې یو تن مړ کړی دی.

د اتریش سره په سرحد کې د بریشتزګادنر لند ولسوالۍ سړکونه په سیند بدل شوي، موټرې او کورونه تر خټو او اوبو لاندې شوي او د ژغورنې په سلګونو عمله د خلکو په ژغورنه او د بې درکه شویو کسانو په لټونه بوخت دي.

په جرمني کې تر ټولو زیات ۱۱۰ کسان د کولن ښار په جنوب کې په اهروایلر ولسوالۍ کې مړه شوي دۍ.

په اروپا کې جرمني او بلجیم د وروستیو سختو بارانونو او سیلابونو په وجه تر ټولو زیات ځپل شوي هیوادونه دي. دا سیلابونه د چهارشنبې په ورځ پیل شوي او تر ډیره یې د جرمني راینلند پالز او نارت راین ویستفالیه ایالتونه او همداشان د بلجیم ځنې برخې ځپلي دي. دغو سیلابونو د ټولې سیمې خلکو ته بریښنا قطع کړې ده. د سویس ځنې برخې هم سیلابونو ځپلې دي.

د جرمني د مالیې وزیر ولاف شولتس وایي حکومت ۳۵۴ میلیون ډالر د بیړنیو مرستو لپاره او په میلیاردونو ډالر د ویجاړ شویو ودانیو، سړکونو او پلونو د بیارغاونې لپاره ځانګړي کړي دي.

XS
SM
MD
LG