د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او پاکستان نظامي شخړه او د افغانستان سوله


Pope Francis cradles a child on his lap at the end of his weekly general audience in the Paul VI Hall at The Vatican.
Pope Francis cradles a child on his lap at the end of his weekly general audience in the Paul VI Hall at The Vatican.

د پاکستان او هند ترمنځ روانې شخړې یو شمېر امریکایي سیاستوال هم اندېښمن کړي دي.

د پاکستان او هند ترمنځ روانې شخړې یو شمېر امریکایي سیاستوال هم اندېښمن کړي دي.

ځینې امریکايي سیاستوال پر دغو دواړو اتومي وسلو لرونکو هېوادونو غږ کړی چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د متحدو ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار سټیفن هاډلي په واشنګټن کې د بروکنگز په څیړنیز مرکز کې په افغانستان کې د امریکا د پالیسۍ پر آینده خبرې وکړې.

هاډلي وویل"... داسی کارونه شویدی چی افتخار پرې کیدلی شي که تاسی له افغانانو نه پوښتنه وکړئ نو افغانستان د ٢٠٠١ کال په پرتله ډیر مختلف ځای دی. که تاسی د ښځو، روغتیا ، د ښوونی اوروزنې پرمختگونو ته وگورئ، نو افغانستان اوس د یوشمیر مسایلو له نظره بریالی دی."

امریکا - افغانستان
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00

پوهان او څیړونکي په دې نظردي چی دا مریکابهرنۍ پالیسۍ د بدلون په لور چټک مزل پیل کړیدی. ولسمشر ټرمپ دامریکا ددفاع وزارت ته امرکړیدی چی داسی لارې چاری ورته وړاندی کړی چی په افغانستان کې دعسکرو شمیر نو رهم کړي او یا ېې ښايی په بشپړه توگه را وباسی.

ددې کار د گړندی کولو لپاره پر پاکستان هم فشار زیات شویدی او ولسمشر پرې 1.3 ملیارډالره ن‍ظامی مرستی په ټپه درولی دي.

او خاص استازی خلیلزاد له طآلبانو او گاونډیو هیوادونو سره د سولی پر ا مکاناتو او خبرو بوخت دی.

ښاغلي هاډلی وویل که څه هم افغانستان د حکومتداری په برخه کې هغه ډول ستونزی لري لکه څنگه ېې چې زیاتره مخ په انکشاف هیوادونه لري او دا ستونزه لا هم شته چی یو مستعد، باکفایته او غېرمفسد حکومت منځته راشی، څو د خپلو خلکو له توقعاتو سره د خدماتو په سرته رسولو کې برابر وي.

سټیفن هاډلي زیاته کړله چی د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دې ښه پوهېږي ځکه هغه ددغه را ز مخ په انکشافو هېوادونو د ستونزو داواورلو په برخه کې کتاب لیکلی دی. هغه وايي په افغانستان کې نظامی حآلت ځکه له ستونزو سره مخامخ دی چې امریکا خپل عسکر په ناڅاپې ډول ډیر کم کړل . له همدې امله افغانستان له یو لړ اقتصادی اونورو ستونزوسره مخامخ شو.

سټیفن هاډلی دامریکا غږ آشنا ټلویزیون ته د پاکستان او هند ترمنځ دروان تشنج په اوارولو کې دامریکا دنقش او په افغانستان کې ېې د سولی پرمذاکراتو دناوړو اغېزو په باب وویل: "..ما په رسنیو کې ولیدل چې د پاکستان ویاند وویل دابه په افغانستان کې د سولی پر بهیر ناوړه اغېزه وکړي. خو تردې وروسته د طالبانو ویاند داخبره رد کړله او وې ویل چی طالبان په دې باور نه دي. زه فکر کوم چی هرڅوک به هڅه وکړي چی د سولی خبرې له هغه څه نه وساتي چی دا اوس روان دي."

سټیفن جی هاډلی د پاکستان اوهند د روان تشنج په تړاو وویل چی پاکستان اوهند غواړی داسی څرگنده کړی چی هرمشر یوڅه نظامی اقدامات وکړی چی ځان سرسخت ښکاره کړی. خو دعمران خان لهجه پرون په کشمیر کې له عملیاتو وروسته د جنگ لهجه نه وه.

نو دواړه خواوې غواړی دامسله په خپله گټه تمامه کړي او هڅه کوی چی له کنترول نه ونه وزی، له همدی امله زه خوشبین یم چی دوی دواړه به یوه لاره پېدا کړی چی دا تشنج کم کړی.

XS
SM
MD
LG