د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: تیره میاشت د بیلاروس څخه تر ۵ زرو ډیر غیرې قانوني کډوال راغلي


جرمني ته د بیلاروس د لارې د غیرې قانوني کډوالو ورتګ ډیر شوی.
جرمني ته د بیلاروس د لارې د غیرې قانوني کډوالو ورتګ ډیر شوی.

په جرمني کې پولیس وایي تیره میاشت یې په سرحد کې څه باندې ۵ زره غیرې قانوني کډوال ثبت کړي چې د بیلاروس څخه دې هیواد ته ورغلي و.

فدرالي پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اکټوبر په میاشت کې ۵۲۸۵ کسان په غیرې قانوني توګه ورغلي چې د بیلاروس سره تړاو لري. پداسې حال کې چې د سپټمبر په میاشت کې د همدې لارې جرمني ته یوازې ۱۹۰۳ کسان په غیرې قانوني توګه ور اوښتي و.

بیلاروس جرمني ته د کډوالو د اوښتو نوې او په سیاسي توګه حساسه لار ده. د روان میلادي کال د پیل راهیسې د همدې لارې جرمني ته شاوخوا ۷۸۳۲ غیرې قانوني کډوال ور اوښتي دي.
د جرمني پولیسو همدرانګه ویلي چې یوازې تیره اوونۍ یې ۵۹۷ کسان نیولي چې په غیرې قانوني توګه د بیلاروس نه جرمني ته ور اوښتي و. په نیول شویو کسانو کې ۳۹۱ یې عراقیان او پاتې نور یې ایرانیان او افغانان و. د ډیری نیول شویو کسانو په پاسپورټونو کې د بیلاروس ویزې هم وې.

د جرمني تر څنګ لتوانیا او پولینډ هم چې د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه دي، شکایت کوي چې پدې تیرو څو میاشتو کې د بیلاروس د لارې د غیرې قانوني کډوالو ورتګ ډیر شوی.

اروپایي اتحادیه د بیلاروس د جمهور رئیس الکزاندر لوکاشینکو حکومت تورنوي چې د دې اتحادیې لخوا د بندیزونو په غچ کې کډوال پریږدي چې دا هیوادونه بې ثباته کړي.
د کډوالو ډیریدو په جرمني کې اندیښنې پیدا کړي ځکه په اروپا کې د نورو هیوادونو په پرتله ډیر کډوال همدې هیواد ته ورځي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر چې دنده یې مخ په خلاصیدو ده څه موده مخکې د بیلاروس څخه د غیرې قانوني کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د جرمني او پولینډ د سرحدي ځواکونو د ګډو ګزمو کولو وړاندیز کړی و خو تر څنګ یې دا هم ویلي و چې هیڅوک د کډوالو پر مخ د سرحد د تړلو نیت نلري.
___

XS
SM
MD
LG