د لاس رسي وړ اتصالات

میشل پلاتیني د قطر د نړیوال جام په ارتباط ونیول شو


د اروپا د فوټبال د فدراسیون یا یوفا پخوانی رئیس میشل پلاتیني قطر ته د فوټبال د ٢٠٢٢ کال د نړیوال جام د کوربه توب ورکولو په فساد کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

میشل پلاتیني چې پخوا د فرانسې د فوټبال د ملي ټیم د مشهورو لوبغاړو څخه و د سه شنبې په ورځ (غبرگولي ٢٨) د پاریس په یوه څنډه کې ونیول شو.

روسیې ته د ٢٠١٨ کال او قطر ته د ٢٠٢٢ کال د فوټبال د نړیوال جام د کوربه توب د ورکولو د څرنگوالي په هکله پلټنې روانې دي او له دې دمخه د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا د پخواني رئیس سپ بلاتر څخه هم پدې ارتباط پلټنې شوې وې.

خو ښاغلي پلاتیني په مشخصه توگه قطر ته د ٢٠٢٢ کال د فوټبال د نړیوال جام د کوربه توب په اړوند تر پوښتنې لاندې راغلی و. سپ بلاتر کله چې لا د فیفا رئیس و، ښاغلی پلاتیني یې پدې تورن کړی و چې د امریکا متحده ایالاتو ته یې د ٢٠٢٢ کال د فوټبال د نړیوال جام کوربه توب ته په رای ورکولو کې خپله ژمنه ماته کړې ده.

هغه په ٢٠١٥ کال کې د اسوشیتد پرس اژانس ته ویلي وو، ښاغلی پلاتیني سره له دې چې د متحده ایالاتو کوربه توب ته د رای ورکولو ژمنه کړې وه خو د فرانسې د پخواني جمهور رئیس نیکولا سارکوزي او د قطر د شهزاده په گډون له غونډې وروسته یې خپل نظر بدل کړ.

خو ښاغلي پلاتیني دغه تور رد کړ. هغه له دې غونډې دوه اونۍ وروسته وویل: "سارکوزي هیڅکله هم له ما ونه غوښتل چې د قطر په گټه رای ورکړم".

د یوفا او فیفا دواړه مقامات په ٢٠١٥ کې له کاره گوښه کړای شول.

XS
SM
MD
LG