د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتون ژغورنې تحریک مشران وپیژنئ


د پښتون ژغورنې د تحریک مشران چې د وزیرستان د دریو مختلفو قبیلو سره تعلق لري، په ډیر لږ وخت کې یې د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

د پښتون ژغورنې تح‏ریک چې د جنورۍ په ١٣ نیټه د کراچۍ په ښار کې د یو پښتون ځوان نقیب الله محسود د وژل کیدو نه وروسته پیل شو، په اصل کې د دریو ځوانانو د پښتنو د حقونو لپاره د مبارزې په نتیجې کې جوړ شو. دغه درېو کسانو د پښتنو او په خاصه توگه د قبایلو د حقونو لپاره د ډیرو کلونو راهیسې مبارزه کوله.

د نقیب الله محسود وژنې د غه درې د بشري حقونو او سیاسي فعالین رایوځایي کړل

منظور پښتین محسود

د پښتون ژغورنې تحریک د تر ټولو زیاته پیژندل شوې څیره منظور پښتین دی. منظور پښتین چې په ١٩٩۴ کال کې زیږیدلی، د جنوبي وزیرستان د مولاخان سرایې کلي سره تعلق لري.​

د ډیره اسماعیل خان د گومل پوهنتون نه یې زدهکړې کړیدي او هم هلته یې په سیاست کې برخه اخیستل پیل کړل. هغه په خپل پوهنتون کې د قبایلي محصلینو ټولنې مشر و.

منظور په ٢٠١۴ کال کې د محسود قبیلې د حقونو لپاره د 'مسید ژغورنې تحریک' په نوم یو تحریک پیل کړ او هم د هغه وخت راهیسې د خپلې سیمې د خلکو سره د ظلم او تشدد په ضد یې احتجاجونه پیل کړي و. ​

هغه امریکا غږ ته وویل چې په وزیرستان کې یې د پاکستان د پوځ او طالبانو د ظلمونو په ضد د ډیر ځوان عمر راهیسې غږ پورته کول پیل کړيدي. هغه دا هم وویل چې د پیښور په پوهنتون کې د ١٥٥ ماشومانو د وژل کیدو خلاف هم احتجاجونه کړي و.

د منظور پښیتن دغه احتجاجونو ته خلکو هغه وخت پام وکړو چې هغوي د نقیب الله د وژنې په ضد د ډیره اسماعیل خان نه احتجاج پیل کړ او اسلام اباد ته ورسیدل. په اسلام اباد کې بیا هغه او نورو ملگرو یې چې پکې محسن داوړ او علي وزیر هم شامل و، دغې غونډې ته د نړیوالو پام ځان ته واړو.

محسن داوړ

محسن داوړ په شمالي وزیرستان کې د میران شان د درپخیل د کلي سره تعلق لري. د گومل پوهنتون نه یې د قانون ډگري اخیستې ده او هم د پوهنتون د وخت نه یې په سیاست کې برخه اخیستل پیل کړل. هغه اوس مهال د پیښور په عالي محکمې کې وکیل دی.

محسن داو 'دا وخت ٣٣ کلن دی او وایي چې د پښتنو لپاره یې د فعالیتونو د وجې لا واده هم ندی کړی.

محسن داوړ د دې نه مخکې چې د پښتون ژغورنې تح‏ریک مشر شي، د عوامي نیشنل گوند یا د گوند د ځوانانو د برخې مشر و.

د پښتون ژغورنې تحریک د پیلولو وورسته د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولې خان هغه د گوند د دندې گوښه کړ.

محسن داوړ د څو کلونو راهیسې د قبایلو د حقونو لپاره مبارزه کوي. هغه د بیکوره شوو قبایلو د مرستې لپاره هم پرله پسې مبارزه کړیده او د پاکستان په مختلفو ورځپاڼو کې به یې د پښتنو په مسایلو لیکنې کولی.

علي وزیر

د علي وزیر پوره نوم محمد علی دی. د جنوبي وزیرستان د وانا سیمې سره تعلق لري.

ښاغلی ​وزیر هم د منظور پښتین او محسن په ډول د ډیره اسماعیل خان د گومل پوهنتون نه زدهکړې کړیدي، هغه د قانون ډگري اخیستې ده او د پوهنتون د وخت نه یې په سیاست کې برخه اخیستل پیل کړیدي.

علي وزیر د پښتون محصلینو د فیډریسیون چې په پی ایس ایف مشهور دی، غړی و. هغه د ٢٠٠٨ په انتخاباتو کې د کاندید په توگه برخه اخیستې وه.

د پښتون ژغورنې تحریک سره د یو ځای کیدلو په اړه علي وزیر وویل چې هغه د ٢٠٠٥ راهیسې هم دغه ډول فعالیتونه او خبرې پیل کړیدي خو د قبایلي سیمو په اړه به په مطبوعاتو کې هیڅ خبرونه نه خپریدل.

علي وزیر د منظورپښتین سره د ډیرو کلونو راهیسې ملگرتیا لرله او وایي چې دواړو به د پښتنو په ستونزو ډیر بحثونه کول.

علي وزیر وایي چې د نقیب الله محسود وژنې دغه ټول ملگري د یو څوکاټ لاندې راغونډ کړل.

علي وزیر د پښتون تحریک هغه څیره ده چې زیاتره خلک یې غوسه ناک او زیات جذباتي بولي. د علي وزیر پلار، دوه ورونړه، دوه کاکاگان، د تره زامن او ملگري وژل شویدي. هغه وایي چې د کورنۍ یې دیارلس غړي وژل شویدي.

د منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر سره سره نور هم ډیرې ښځې او نارینه د هغوي ملگریتا کوي. په ښځو کې د اسلام اباد عصمت شاهجهان، د پیښور ثنااعجاز او د کویټې وړانگه لوڼۍ د هغوي سره یوځاې دي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG