د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجاب خلکو د پښتون تحریک ملاتړ وکړ کنه؟


د پښتون ژغورنې تحریک پرون د اپریل په ٢٢ د موچي گیټ په تاریخي سیمه کې احتجاجي غونډه وکړه. د موچي گیټ سیمه د پاکستان په تاریخ کې د سیاسي تح‏ریکونو لپاره مشهوره ده.

د عیني شاهدینو په وینا په دغه غونډه کې د لسو زرو نه زیاتو خلکو گډون کړیدی چې پکې د پښتنو ترسنگ د پنجاب د نورو قومیتونو خلک هم شامل و.

د پنجاب هغه کسانو چې د منظور پښتین د تحریک سره یې خپل ملاتړ ښودلی دی وایي چې د پښتنو د حقونو لپاره د هغوي سره یو ځاې مبارزه کوي.

دغې غونډې ته د ادرو ژبې د مشهور شاعر حبیب جالب لور هم راغلي وه او د خپل پلار نظم یې زمزمه کړ.

د بشري حقونو د وکیلې عاصمه جهانگیر (چې څو میاشتې مخکې وفات شوه) خور حنا جیلاني غونډې ته په وینا کې وویل " دغه ځوان ( منظور پښتین ته اشاره ) چې ستاسو مخې ته ناست دی، دا د نوي دور لارښود دی". هغې وویل چې هغه پښتانه چې لادرکه دي، هغه چا لادرکه کړیدي او ولې یې کړیدي. اغلې جیلاني وویل چې نه یواځې دا چې د هغو کسانو په اړه دې ورته معلومات ورکړل شي چې لادرکه دي خو دا هم چې چا او ولې یې لادرکه کړي و.

د بشري حقونو فعاله گل بخاري په خپل ټویټر منظور پښتین ته درناوی په داسې ټکو کوي، "زړه، زړه ته راغی"

د پاکستان یو خبریال مبشر زیدي چې دغې غونډې ته ورغلی و په خپل ټویټر ولیکل.

"د حقونو لپاره پښتنو احتجاجي غونډه د پاکستان په ورستي تاریخ کې د تر ټولو لویه غونډه ده. زه د منظور پښتین ملاتړ کوم. د پاکستان رسنیو له شرم پکار ده چې دومره لویه غونډې په اړه رپورټونه نه خپروي. دا اصل بدلون دی."

غونډې ته د ښځو د حقونو یوې فعالې صباحت زکریا بیا په دغې غونډې کې د نارینو د رویې په اړه امریکا غږ ته وویل چې لمړنې ځل دی چې یوې غونډې ته دومره گڼ شمیر کسان راغلي دي او ټول یې د نورو ته ډیر درناوی کوي.

ځینې کسانو بیا د پښتون تح‏ریک په غونډې سختې نیوکې کړیدي چې پکې یو د دفاعي چارو کارپوه زید حامد دی. هغه لیکي

"دغه ټول احتجاج په قبایلي سیمو کې د پوځي پوستو په ضد دی. دغه سیمه جنگ ځبلي ده او د ترهگرو ډکه ده. خو په لاهور کې بیا دوي خپلې پوستې جوړې کړیدي. هلته امنتي پولیس موجود و. خبره د پوځي پوستو نده بلکه ترهگرو د لارې ورکولو ده."

د پنجاب وزیراعلی شهبار شریف د احتجاج په دوران کې یو ټویټ وکړ.

"د فکر او اظهار ازادي، د هر پاکستاني قانوني حق دی. پښتون، پنجابي، مهاجر، سندهي، بلوچ ټول یو شان پاکستاني دي. د مسلم لیگ نون گوند د نسل په اساس په سیاست باور نه کوي. پاکستان د ټولو دی. راځئ چې د سوله ایز او خوشحال پاکستان لپاره په گډه کار وکړو"

د پښتون تحریک مشرانو په دغې غونډې کې د گډون لپاره د لاهور د خلکو نه مننه وکړه او وی ویل چې د دی باوجود چې حکومت ورته مشکلات جوړ کړي و خو غونډه کامیابه وه.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG