د حوثیانو د بریدونو په وړاندې په ګډ دفاعي ملاتړ د ترکیې، پاکستان او عربستان ټینګار

ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د جمعې په ورځ (نومبر ۲۷) په اسلام اباد کې په یوه درې اړخیزه دفاعي غونډه کې د حوثي بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان څخه په خپل ملاتړ بیا ټینګار وکړ.

د دریو واړو هېوادونو دفاعي او پوځي چارواکو په څه باندې دوه ساعته غونډه کې په منځني ختیځ کې پرمختګونه وڅېړل او د سیمه ییزو تاوتریخوالي د کمولو لپاره یې د دیپلوماتیکو هڅو په دوام هوکړه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحق دار وویل چې درې واړو هېوادونو د خبرو اترو او دیپلوماسۍ له لارې د شخړو په سوله ییز حل ټینګار کړی دی.

دار زیاته کړه چې درې واړو هیوادونو په سعودي عربستان کې د ایران پلوه حوثیانو لخوا پر ملکي وګړو او ملکي زیربناوو باندې بریدونه غندلي دي او د سعودي عربستان د امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

دا غونډه د مکې د ګډ دفاعي تړون د چوکاټ له مخې ترسره شوه چې د اګست په میاشت کې د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان د مشرانو ترمنځ لاسلیک شوی و. د تړون له مخې پر یوه غړي برید، پر ټولو برید ګڼل کیږي.

پاکستان او ترکیه ټینګار کوي چې دا تړون دفاعي ماهیت لري او د ایران په ګډون د کوم هیواد پر ضد نه دی. ترکیې هم د تړون د تصویب پروسه بشپړه کړې ده.

د ترکیې په پارلمان کې د مخالفینو له هغو اندېښنو سره سره چې هیواد ممکن په سیمه ییزو جګړو کې ښکېل شي، په انقره کې چارواکو ویلي چې دا تړون یمن ته د ترکي ځواکونو لېږلو یا پر حوثیانو په برید کې د ګډون مانا نه لري.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف همدارنګه ویلي چې اسلام اباد به د حوثيانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د دفاع لپاره "له خپلو ټولو وسایلو" کار واخلي.

په ورته وخت کې، پاکستان د قطر په ګډون د څو نورو سیمه ییزو هیوادونو سره یوځای هڅه کوي چې متحده ایالات او ایران بېرته د خبرو اترو میز ته راولي ترڅو جګړه پای ته ورسوي.

د تړون له مخې، د دې پیمان سکرتریت په سعودي عربستان کې جوړ شوی، چې متقاعد پاکستانی جنرال نعمان محمود یې د لومړي مشر په توګه ټاکل شوی او دا تړون د لسو کلونو لپاره اعتبار لري.

​
XS
SM
MD
LG