د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال تر ټولو زوړ حاجي ١٠۴ کلن و


کعبه شریفه
کعبه شریفه

سږکال د حج په مراسمو کې د نړۍ له گوټ گوټ نه دوه میلیونه درې سوه پنځوس زرو خلکو گډون کړی و.

د سږکال په حاجیانو کې تر ټولو زوړ او پوخ عمره حاجي ١٠۴ کلن اندونیزیایي ابو ماریا محمد و.

د حج مختلفو مراسمو ته د رسولو لپاره ٣٥٠٠ بسونه په کار اچول شوي وو.

سږکال د ٢٣٥٠٠٠٠ حاجیانو له جملې نه ١٧٥٠٠٠٠ تنه یې د سعودي عربستان نه غیر د نړۍ له نورو هیوادونو نه راغلي وو.

د سعودي عربستان د حاجیانو شمیر ٦٠٠٠٠٠ زره تنه و.

د ټولو حاجیانو د مجموعي شمیر یو عشاریه ٣٣ میلیونه یې نارینه وو.

د ښځینه حاجیانو شمیر یو عشاریه صفر دوه میلیونه تنه و.

د ټولو حاجیانو د ٥٩ فیصده یې د غیر عربي آسیایي هیوادونو او ٢۴ فیصده یې د عربي هیوادونو اوسیدونکي وو.

١١ فیصده یې د غیر عربي افریقایي هیوادونو خلک وو.

٥ فیصده حاجیان له اروپا نه او یو فیصد یې د شمالي امریکا نه حج ته تللي وو.

د حج د مراسمو امنیت

د حج د مراسمو د امنیت لپاره سعودي عربستان ١٠٠٠٠٠ زره امنیتي قواوی گمارلې وې.

د حج د مراسمو په ساحو او لارو کې ٥٠٠٠ کمرې فعالې شوې وې چې د حاجیانو امنیت وساتي.

د مکې امیر شهزاده خالد الفیصل، خبریالانو ته وویل چې د سعودي عربستان حکومت خپله ټوله هڅه کړې چې د حاجیانو امنیت او مصونیت وساتي.

ښاغلي الفیصل وویل ٢١ زره سیاحتي بسونه او یو ځانگړي ریل گاډي یې چې په یو وار ٣٦٠ زره حاجیان انتقالولای شي، په کار اچولي دي. هغه همداشان زیاته کړه چې د روغتیایي اندیښنو لپاره یې ٣٠ زره ډاکتران او نرسان گمارلي دي او ١٧ روغتونونه او ١٣٥ روغتیایي مرکزونه د حج په مختلفو منطقو کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG