د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: زلزلې په افغانستان کې ۱۱۵ تنه مړه کړي


د زلزلې مرکز په افغانستان کې و، خو تلفات یې پاکستان کې ډېر اړولي دي.
د زلزلې مرکز په افغانستان کې و، خو تلفات یې پاکستان کې ډېر اړولي دي.

په افغانستان کې د تېرې ورځې د زلزلې ارقام ساعت په ساعت ځکه لوړیږي چې له لېرو پرتو سیمو تازه معلومات ترلاسه کیږي.

د افغانستان جمهوري ریاست په خپل رسمي ټویټر باندې لیلکي دي "۱۱۵ کسان مړه شوي او ۵۳۸ نور زخمیان شوي دي. ۷۶۳۰ کورونه، ۱۲ ښوونځي، ۱۷ جوماتونه او د دفترونو ۲۰ ودانۍ هم ویجاړې شوي دي. "

ولسمشر غني تېره ورځ ویلي وو چې د زلزلې د تلفاتو د دقېق ارقامو معلومول یوه یا دوه ورځې نیسي. هغه ټولو اړوندو ادراو ته لارښوونه کړې وه چې له اړو خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د ارګ په ټویټر لیکل شوي چې دغه ویجاړۍ د افغانستان په نهو ولایتونو کې شوي، خو د ولایتونو نومونه یې ښودلي نه دي.

افغانستان او پاکستان کې د شوې زلزلې مرګ ژوبله

پاکستان او افغانستان کې د تېرې ورځې په زلزلې کې تر دې دمه ۳۴۶ مړه شوي او ۲۱۷۰ نور ژوبل دي

افغانستان: ۱۱۵ مړه شوي او ۵۳۸ زخمیان

  • بدخشان: ۱۵مړه شوي او ۲۱ زخمیان
  • تخار: ۱۵ مړه شوي او ۴۴ زخمیان
  • کنر: ۳۱ مړه شوي او ۱۰۶ زخمیان
  • کاپیسا: ۹ زخمیان
  • لغمان: ۱۲ مړه شوي او ۲۵ زخمیان
  • بغلان: یو تن مړ شوی او ۱۳ زخمیان
  • نورستان: اووه مړه شوي او ۷۶ زخمیان
  • ننگرهار: ۲۸ مړه شوي ۱۴۰ زخمیان
  • کندز: یو تن مړ شوی
  • کابل: دوه تنه مړه شوي او ۷۲ زخمیان
  • نامشخصې سیمې: درې تنه مړه شوي او ۳۲خمیان

پاکستان: ۲۳۱ مړه شوي او ۱۶۳۲ زخمیان

•مجموعي تلفات: ۲۳۱ تنه مړه شوي او ۱۶۳۲ نور ژوبل دي
•خیبرپښتونخوا: ۱۵۸ تنه مړه شوي او ۱۴۵۶ ژوبل شوي
•ګلګت: ۹ تنه مړي شوي ۳۰ زخمیان دي
•پنجاب: پنځه تنه مړه شوي شوي او ۵۷ ژوبل دي
•جموکشمیر: دوه وژل شوي او ۱۲ زخمیان دي
•قبایل: ۳۰ تنه وژل شوي او ۵۹ ژوبل دي

​ننګرهار، بدخشان، کونړ، بغلان، نورستان او ځینې نور هغه ولایتونه دي چې په کې ډېر انسانان مړه شوي دي.

په پاکستان کې چارواکي وايي چې په زلزلې کې ۲۳۱ تنه مړه شوي او ۱۶۳۲ نور ژوبل دي؛ یوازې په خیبر پښتونخوا کې ۱۵۸ تنه مړه شوي او ۱۴۵۶ ژوبل شوي.

په قبایلو کې ۳۰، ګلګت نتنه، پنجاب کې پنځه او کشمیر کې دوه تنه وژل شوي دي .

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د پاکستان او افغانستان د حکومتو او ولسونو سره په دې اړه خواخوږي کړې ده او ویلي دي که د دواړو هېوادونو حکومتونه د دغه سازمان نه د مرستې غوښتنه وکړي، دوی چمتو دي چې مرسته وکړي.

افغانستان کې د زلزلې مخکني معلومات

د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وایي چې ددغې ادارې سیمه ایز ټیمونه د زلزله ځپلو سیمو ته تللي او د سیمه ایزو خلکو سره یې د زلزلې د قربانیانو د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کړې ده.

ښاغلي سیاس امریکا غږ ته وویل چې تراوسه چې دوی کوم معلومات ترلاسه کړي دا ښيي چې د دوشنبې د ورځې په زلزله کې ۷۶ تنه وژل شوي او ۳۴۳ نور ټپیان شوي دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس محمد اسمعیل کاووسي امریکا غږ ته د ټپیانو شمیر ۴۵۷ تنه وښود وې ویل چې په دولس ولایتونو کې د زلزلې له امله ۵۹ تنه مړي روغتونونو ته وروړل شوي دي.

ښاغلي کاوسي وویل "دا شمیرنې یوازې د هغو کسانو دي چې روغتونونو ته یې مراجعه کړې ده "

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس محمد اسمعیل کاووسي د دغه وزارت او د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې په شمیرنو کې د توپیر علت په باب وویل چې دا وزارت یوازې هغه کسان شمیرلي چې په دولسو ولایتونو کې یې روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي اداره وایي چې د ژغورنې د عملیاتو وروسته به د هغو کورنیو سره نغدي مرسته وشي چې په زلزله کې ورته زیان رسیدلی دی.

ښاغلی سیاس وایي، چې د تېرې ورځې په زلزله کې درې زره او دوه سوه نهه څلوېښت کورونه لږ او زیات زیانمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG