د لاس رسي وړ اتصالات

یوازینی افغان یهود: که طالبان بیرته راشي هیواد پریږدم


زیبولان سمنتوف وایي په افغانستان کې وروستی او یوازینی افغان یهود دی.
زیبولان سمنتوف وایي په افغانستان کې وروستی او یوازینی افغان یهود دی.

د افغانستان یوازینی یهود اوسیدونکی زیبولان سمنتوف چې په تېرو ۴۰ کالونو جګړو کې افغانستان ندی پریښی وایي که طالبان بېرته راستانه شي دی به هم اسرائیل ته ولاړ شي.

ښاغلي سمنتوف د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، " ولې باید دلته پاتې شم. هغوي مې کافر بولي. "

سمنتوف زیاته کړه، " زه په افغانستان کې وروستی او یوازینی یهودی یم. دلته به زما د پاره شرایط سخت شي. ما پرېکړه کړې که طالبان بېرته راځي، زه هم اسرائیل ته ځم."

دغه یوازینی افغان یهود د ۱۹۵۰ په لسیزه کې په هرات کې زیږیدلی. هغه په افغانستان د شوروي اتحاد د پوځیانو د یرغل د پیل نه وروسته کابل ته راغی.

یهودان شاوخوا ۲۵۰۰ کاله وړاندې په افغانستان کې مېشتېدل چې د ۱۰ زرو په شاوخوا کې یې د هرات په ولایت کې و. د هرات په ولایت کې اوس هم د یهودانو څلور معبدونه شته دي چې د هغوي په تاریخي میشت کیدو دلالت کوي.

خو ویل کیږي چې افغان یهودانو د ۱۹۹۰ په لسیزه کې د افغانستان په پرېښودو پیل وکړ او اسرائیل ته ولاړل. په تېرو څو لسیزو کې د سمنتوف خپل خپلوان، میرمنې او دوه لوڼو یې هم افغانستان پرېښود خو پخپله په افغانستان کې پاتې شو.

سمنتوف پدې باور دی چې په افغانستان کې یوازینی یهود دی.

زیبولان سمنتوف وایي پخپل افغانیت ویاړي. هغه د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې د ټولو مذهبونو پیروان آزادي لري خو د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۰ کاله پورې اسلام پالانو کوښښ کاوه چې هغه مسلمان کړي.

سمنتوف وایي چې طالبانو یو ځل په کابل کې د یهوادنو یوازینۍ کنیسه لوټ کړله. په عبراني ژبه کتابونه یې وڅېړل، او یو پخوانی تورات یې د ځان سره یوړل.

هغه زیاته کړه، " طالبانو ویل چې دلته اسلامي امارت دی او دلته یهودان هیڅ حق نلري. "

دا یوازینی افغان یهود د خپلې راتلونکې په هکله اندیښمن دی او وایي طالبان هماغه شان دي لکه ۲۰ کاله پخوا چې وو. هغه زیاته کړه، "په افغانستان مې باور کم شوی، دلته نور ژوند نشته. "

XS
SM
MD
LG