د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي ویلي چې د پوځ نوي لوی درستیز میخایلو دراتینکو سره یوځای د اوکراین په سوېل ختیځ کې د جګړې لومړۍ کرښې تللی و.
اوکرایني ځواکونو په دې سیمه کې په یو لړ عملیاتو کې چې د روان کال په لومړیو کې پیل شول، پرمختګونه کړي او ګڼ شمېر سیمې یې د روسي ځواکونو څخه بېرته نیولي دي.
زېلنسکي د چهارشنبې په ورځ [اګست ۲۶مه] په خپلې اېکس پاڼې کې ولیکل: "موږ له خپلو قوماندانانو سره په دې اړه خبرې وکړې چې څنګه خپله دفاع پیاوړې کړو."
په همدې حال کې زېلنسکي ویلي چې ځواکونو یې د سه شنبې په ورځ [اګست ۲۵مه] د تېلو او لوژستیکي تاسیساتو په شمول ۱۶ اهداف په نښه کړي دي.
هغه پرته لدې چې د ځایونو نومونه په ډاګه کړې زیاته کړې چې په اهدافو کې هوایي ډګرونه، د توغندیو یوه قطعه، یوه پوځي اداره او هغه زیربنا هم شاملې وې چې مسکو یې د اوکراین پر وړاندې د بریدونو لپاره کاروي.
لدې سره سره، زېلنسکي وايي چې کییف له واشنګټن سره د په اړیکه کې دی څو جګړې ته یوه سوله ییزه حل لاره وموندل شي.
د یو جلا خبر له مخې، د اوکراین ولسمشر د سپېس ایکس (SpaceX) شرکت مشر ایلان ماسک ته د اوکراین عالي دولتي نښان ورکړی دی.
کییف غواړي د دې شرکت د سټارلینک ټرمینلونو کارول پراخ کړي، کوم چې اوکرایني ځواکونو ته د جګړې په ډګر کې د مخابراتي اړیکو زمینه برابروي.
د نښان د ورکولو په اړه د ولسمشر زېلنسکي په حکم کې لیکل شوي چې ایلان ماسک "د بشر د ژوند او ازادۍ لپاره شخصا غوره ونډه" اخېستې ده.
فورم \ دبحث خونه