د لاس رسي وړ اتصالات

کرنې وزارت: وروستیو واورو د وچکالۍ په اړه اندېښنې کمې کړي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وايي، وروستیو واورو په هېواد کې د وچکالۍ اندېښنې تر ډېره حده راکمې کړې.

دغه وزارت وايي، د روان ژمې واور ته په کتو به راتلونکی کال د اوبو د کمښت ستونزه حل د څارویو څړځایونه به پراخ او ترڅنګ به یې د کرنیزو محصولاتو کچه لوړه شي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي د جمعې په ورځ د «مرغومې پر ۲۱مه» امریکا غږ ته وویل:"دا زموږ د کروندګرو لپاره یو ښه زیری دی، چې ښږ کال هم ښه کښتونه وکړي، تر څو د زراعتي تولیداتو کچه مو لوړه شي."

تېر کال د واور او بارانونو د کمښت له امله یو وچ کال و چې له امله یې د کرنیزو محصولاتو د تولید کچه راکمه شوه او زیات شمېر خلک د اوبو د وچکالۍ له امله له خپلو مېنو نورو سیمو ته بېځایه شول.

افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی چې د اوبو زیاته تکیه یې پر بارانونو او واور و ده.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې په قفه یي ډول واوره او بارانونه و.

پر همدې مهال د افغانستان د هوا پېژندې ملي‌ اداره وايي چې روانه اونۍ د کابل ترڅنګ په څوارلس ولایتونو کې واوره او بارانونه و.

د افغانستان د هوا پېژندې د ملي‌ ادارې امر نسیم مرادي د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې په روانه میاشت کې د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د بارانونو او واورو اورېدو اټاکلونه شوی دی.

هغه وویل: "په زیاتو لوېدیځو، او شمال لوېدیځو برخو،جنوب، او جنوب ختیځ، ختیځ او شمال ختیځو سیمو د اورښتونو اټکل شوی دی."

ښاغلي مرادي وویل چې په روانه میاشت کې په شمالي سالنګ کې شااوخوا ۱۱۰ سانتې متر او په جنوبي سالنګ کې د ۸۰ سانتې متره په اندازه واوره شوې ده.

پر همدې مهال د پروان ولایت چارواکي‌ وايي، په شمالي‌ سالنګ کې واورې او توپانونو زور اخیستی خو وايي چې لار په نور مال ډول د ټرافیکو پر مخ خلاصه ده.

XS
SM
MD
LG