د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د میلیونونو میلیونرانو کور


د امریکا او نړۍ تر ټولو بډایه شخص د اماززون شرکت مشر جیف بیزوس
د امریکا او نړۍ تر ټولو بډایه شخص د اماززون شرکت مشر جیف بیزوس

د امریکا نفوس ٣٢٣ میلیونه دی او ددې جملې نه ١٢ میلیونه کسان میلیونران دي چې دا د امریکا د نفوس ٣.٦٥ فیصده کیږي.

د پوربس مجلې د رپوټ له مخې د امریکا د متحده ایالاتو ددغو میلیونرانو له ډلې نه یې ٦٠٧ میلیاردران دي چې د امریکا په لسو ایالتونو پورې مربوط دي.

د امریکا د ملیاردرانو مجموعي نقدې پیسې ٨٧٥ میلیارده ډالرو ته رسیږي.

ددغو بډائیو امریکایانو له جملې نه لس تنه یې د مالي پانگو او سرمایه ګذارۍ له لارې میلیاردران شوي دي. اته یې د فیشن او ډیزاین په برخو کې او همداشان پنځه تنه د خوراکي توکیو او مشروباتو په صنعت کې میلیاردران شوي دي.

خو ستره تکنالوژي د سترو پانگو منبع ده چې څلور تنه میلیاردران د ٢٥١ میلیاردو ډالرو په مجموعي پانگې سره له دې درکه بډایه شوي دي.

د امریکا تر ټولو بډایه شخص د اماززون شرکت مشر جیف بیزوس دی چې د واشنگټن ایالت اوسیدونکی دی، هغه په نړیواله کچه هم تر ټولو بډایه شخص دی او ١٥٧ میلیارد ډالر پانگه لري. د امریکا تر ټولو بډایه کورنۍ د والټون فامیل دی. جیم او الیس والټن د "وال مارت" مغازو د بنسټ ایښوونکي سم والټن دوه گوني اولادونه دي.

ددغو بډایو امریکایانو له جملې نه ٦٠ فیصدو یې خپلې پانگې په خپلو طالعو گټلًي دي او ٢١ فیصدو ته دغه پانگه په میراث رسیدلې ده او همداشان ١٩ فیصدو کسانو د هغو سوداگریو د پراخولو له لارې میلیاردر شوي چې ورته ورکړل شوی وې.

د امریکا لس مخکښ میلیاردران:

د واشنگټن ایالت اوسیدونکی او د امازون شرکت رئیس جیف بیزون او کورنۍ یې - ١٥٧ میلیارده پانگه

د نبراسکا اوسیدونکی وارن بوفیت د بیرک شیر هیت اوی کمپنۍ خاوند – ٨٥ میلیارد ډالر پانگه

د کالیفورنیا ایالت اوسیدونکی د فیسبوک مشر مارک زوکربرگ – ٧١ میلیارد ډالر پانگه

د نیویارک ښار اوسیدونکی میکل بلومبرگ – ٥٣.٨ میلیارد ډالر پانگه

د ارکنزاس ایالت اوسیدونکی د زوال مارت مالک جیم والټن – ٥١.١ میلیارد ډالر پانگه

د تکساس ایالت اوسیدونکې الیس والټن چې د جیم والټن خور ده – ٥٠.١ میلیارد ډالر پانگه

د کنزاس ایالت د کوخ کمپنیو رئیس چارلس کوخ – ۴٢ میلیارد ډالر پانگه

د نوادا ایالت اوسیدونکی شیلدن ادلسن د کازینو گانو خاوند – ٣٥ میلیارد ډالر پانگه

XS
SM
MD
LG