د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنګ لویه لار د دریو ورځو وروسته بیرته پرانیستل شوه


د سالنګ لویه لار
د سالنګ لویه لار

د سالنګ لویه لار چې د یکشنبې د شپې راهیسې د سختو واورو د اورښت او توپان له امله د هرډول موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه نن د چهارشنبې د ورځې په سهار فبرورۍ ۲۸(کب نهم) د ترافیکو پرمخ بیرته پرانیستل شوې ده.

طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق ‌شناس د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: " د سالنګ لویه لار د واورو د سخت توپان، د لیدلو د ساحې محدودیت له امله د یکشنبې د شپې په یوولسو بجو او ۵۵ دقیقو د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه نن د چهارشنبې په ورځ د کب ۹ د سهار په اوو بجو د سالنګونو د ساتنې او مراقبت د ریاست... د کوچنیو او لویو موټرو پرمخ پرانیستل شوه".

د محمد اشرف حق ‌شناس د معلوماتو پراساس په تیرو دریو ورځو کې په شمالي او جنوبي سالنګونو او پخپله د تونل په ساحه کې د یو متر څخه نیولې تر یو متر او ۴۵ ساتنې مترو پورې واوره وریدلې ده. هغه ویلي چې د چهارشنبې په ورځ هم ددغې لویې لارې په ځینو برخو کې د واورې اورښت دوام درلود.

د سالنګ لویه لار د افغانستان پایتخت کابل د نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي. ددې سربیره دغه لار د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د روان ژمي په لومړیو دوو میاشتو کې واورې او باران اورښت د هیڅ په حساب و، خو د ژمي په وروستیو اونیو کې په اکثرو ولایتونو کې څو ځلې د واورې او باران اورښت وشو چې لړۍ یې له هم روانه ده.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پيژندنې ادارې د معلوماتو له مخې د تیرې یوې میاشتې پرتله د اورښت کچه د ۳۵ فیصدو څخه تر ۴۵ فیصدو پورې زیاته شوې ده. دغه ریاست راتلوونکې اونۍ هم د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د واورو او د باران د اورښت اټکل کړی دی.

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان اکثره برخې د تیرو دریو کلنو راهیسې د سختې وچکالۍ د اغیزو لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې په یو راپورکې په افغانستان کې روان ژمی نسبتآ یو وچ او ګرم ښودلی اواندیښنه یې ښودلې چې که چیرې په دغه هیواد کې ژر د واورو او باران اورښت ونه شي نو دا هیواد به د سختې وچکالۍ سره مخ شي.

اوچا ویلي چې وچکالي به د للمي او اوبو لاندې کرهڼیزو فصلونو په ځانګړي ډول موسمي فصلونه چې په نغدو پیسو پلورل کیږي او هم د څړ ځایونو بیا زرغونه کیدو ته زیان ورسوي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې دا به په افغانستان کې د وګړو د بې ځایه کیدو سبب هم شي.

ملګري ملتونه وايي چې د اقلیم بدلون او د وچکالۍ اغیزو د افغان بزګرانو په ژوند باندې خورا زیاته اغیزه کړې او د هغوی کرهڼیزو محصولات یې ډیر کم کړي چې ورسره د څارویو لپاره خواړه او هم پخپله د بزګرانو د کورنیو د خوړو د کمیدو سبب شوی دی.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان په هغو شپږ هیوادونو کې شامل دی چې د نورو هیوادونو پرتله د اقلیم د بدلون د ډیرو ناسمو اغیزو سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG