د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو ټیټه ونه لرونکی سړی مړ شو


د نړۍ تر ټولو ټیټ قد لرونکی سړی د جمعې په ورځ جنورۍ ١٧ په نیپال کې مړ شو.

کگیندرا تابا ماگار، چې ۶۷.۰۸سانتي متره ونه یې درلوده په ٢٧ کلنۍ کې د نیپال په یو روغتون کې د سینه بغل ناروغۍ په وجه مړ شو.

ښاغلی ماگار په ٢٠١٠ کې کله چې ١٨ کلن و د لومړي ځل لپاره د گینس د ریکارډونو په کتاب کې د نړۍ د ټیټې ونې لرونکي سړي په توگه ثبت شوی و.

هغه چې یواځې شپږ کیلو وزن درلود په تلویزیوني مرکو کې په وار وار ویلي وو، اجازه نه ورکوي چې ټیټه ونه یې له ښه ژوند نه بې برخې کړي.

د ښاغلي ماگار له مړینې وروسته اوس د نړۍ تر ټولو ټیټه ونه لرونکی سړی چې په لاره تللی شي " کلمبیایي "ادوارد نینو هرناندز" دی چې ۷۰.۲۱ سانتي متره ونه لري.

XS
SM
MD
LG