د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: چین سره د بګرام د هوايي ډګر د سپارلو لپاره کوم تعامل نه لرو


افغانستان کې د امریکا د پوځ د حضور پر مهال د بګرام هوايي ډګر ددغو ځواکونو د سترو مرکزونو په ډله کې شمیرل کیده. ( عکس ارشیف).
افغانستان کې د امریکا د پوځ د حضور پر مهال د بګرام هوايي ډګر ددغو ځواکونو د سترو مرکزونو په ډله کې شمیرل کیده. ( عکس ارشیف).

د طالبانو حکومت چین ته د بګرام د هوايي ډګر د سپارلو په اړه خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې چین سره د دغه هوايي ډګر د سپارلو په برخه کې هیڅ کوم تعامل نه لري او دا هوايي ډګر ددغې ډلې له خوا اداره کیږي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د ایکس د ټولنیزې شبکې په یو سپیس کې د بګرام د هوايي ډګر او امریکا سره د طالبانو د اړیکو په اړه ددغه حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د یو بحث یوه برخه خپره کړې چې په کې چین ته ددغه هوايي ډګر د سپارلو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.

هغه ویلي: " افغانستان یو ازاد هیواد دی، مستقل هیواد دی، د هیڅ هیواد سره هم داسې تعامل نه کوي چې خپله خاوره دې د هغوی په اختیار کې ورکړي. د بګرام هوايي ډګر دا افغانان چې څه دي دا ټول ددې شاهدان دي چې بګرام هوايي ډګر د افغانانو په لاس کې دی. زموږ ځواکونه په کې دي ، زموږ تاسیسات په کې دي او د افغانستان له خوا کنټرولیږي. موږ د چین سره هم داسې تعامل نه لرو چې موږ هوايي ډګر په اختیار کې ورکړو د امریکا سره یې هم نه لرو د بل هیواد سره یې هم نه لرو".

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې چې په افغانستان کې ځینو سیمه ییزو رسنیو کې هم خپاره شوي د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ درې ورځې دمخه د اجرائیوي فرمانونو د لاسلیک پر مهال یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې اوس مهال د بګرام هوايي ډګر د چین له خوا اداره کیږي.

هغه ویلي: "بګرام د چین په لاس کې دی. ما غوښتل چې په نړۍ کې یو ترټولو ستر هوايي ډګر وساتم. هغوی هغه پریښود." جمهور رئیس ټرمپ وویل چې غوښتل یې چې د بګرام هوايي ډګر د افغانستان لپاره نه بلکې د چین څخه د څارنې لپاره وساتي.

د چین حکومت او یا په کابل کې د چین سفارت مسئولینو په دې اړه لا کومه تبصره نه ده کړې.

د امریکا جمهور رئیس ددې دمخه هم د بګرام د هوايي ډګر او په افغانستان کې د امریکا د پوځ څخه د پاتې شویو پوځي وسایلو او تجهیزاتو په اړه څرګندونې کړې وې.

هغه د امریکا د ۴۷ جمهور رئیس په توګه د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې، د جنوري ۱۹ (مرغومې۳۰) په واشنګټن ډي سي کې خپلو راټولو شویو زرګونو پلویانو ته په خبرو کې له افغانستان څخه د خپلو پوځي تجهیزاتو د بېرته ستنولو په اړه هم خبرې کړې وې.

ټرمپ د بایډن حکومت تورن کړ چې "دښمن" ته یې د امریکا د پوځ میلیاردونه ډالر ورکړي. هغه وویل:"...موږ خپل ټول پوځ بیا ورغوه او هغوی (بایډن حکومت) میلیادرونه میلیاردونه ډالر یې طالبانو ته ورکړل. دوی زموږ د پوځ د تجهیزاتو، یوه لویه برخه دښمن ته ورکړه...".

ټرمپ په څرګند ډول ونه ویل چې "دښمن" څوک دي، خو اشاره یې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته وه.

ټرمپ د جنورۍ د میاشتې په اومه نېټه هم ویلي وو چې د امریکا حکومت طالبانو ته میلیاردونه ډالر ورکوي او "باور نه شي کېدای. میلیونونه نه، بلکې میلیاردونه ډالر. څوک میلیاردونه ډالر طالبانو، افغانستان ته ورکوي؟ دا جو بایډن ورکوي."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې افغانستان کې شته پوځي وسایل او تجهیزات ددغه هیواد د خلکو پورې اړه لري او امریکا ته به یې ونه سپاري.

د امریکا د دفاع وزارت اوړم کال په یو راپور کې ویلي وو چې د ۷.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسایل او تجهیزات یې د طالبانو لاس ته د افغانستان د پریوتلو دمخه دغه هیواد ته چمتو کړي وو.

ددغه وزارت د راپور له مخې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو دمخه نږدې ټول ډیر مهم نظامي وسایل چې په دغه هیواد کې د امریکا پوځ ترې کار اخیست یا تخریب کړي راو یا هم انتقال کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG