د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ درېیم ستر الماس بوتسوانا کې وموندل شو 


د نړۍ درېیم ستر الماس
د نړۍ درېیم ستر الماس

په بوتسوانا کې یوه ټوټه تازه استخراج شوی الماس چې ۱۰۹۸ قیراط (۲۲۰ ګرام) وزن لري، ښایي د نړۍ درېیم ستر الماس وي.

دغه الماس دوه اونۍ وروسته له هغې چې د دبسوانا شرکت په واسطه د ځمکې له تل نه راویستل شو ددې شرکت د سرپرستې رئیسې لینت آرمسترانګ له خوا د هغه هیواد جمهور رئیس موګویتسي مسیسي ته د نندارې لپاره وړاندې شو.

د نړۍ دویم ستر الماس په همدې افریقایي هیواد کې په ۲۰۱۵کال کې راویستل شوی و او وزن یې د ۲۲۲ګرامو څخه لږ زیات و.

د نړۍ تر ټولو ستر الماس چې وزن یې ۳۱۰۶ قیراط (۶۲۱ ګرام) دی په ۱۹۰۵کال کې په جنوبي افریقا کې له ځمکې نه راایستل شوی دی.

د نړۍ ستر الماس د کلینان(Cullinan) په نوم او دوهم ستر الماس(Lesedi La Rona) د لسدی لا رونا، په نوم یادیږي. تر اوسه ددغه درېیم ستر الماس لپاره نوم ندی ټاکل شوی.

بوتسوانا، د افریقا په جنوب کې پروت هیواد دی چې د نړۍ د الماسو یو له سترو تولیدونکو هیوادونو څخه دی.

د دبسوانا شرکت سرپرستې لینت آرمسترانګ وویل چې: "دا ددې شرکت په پنځوس کلن تاریخ کې تر ټولو ستر الماس دی چې کشف کړی یې دی."

دا الماس ۷۳ میلي متر اوږد، ۵۲ میلي متر پلن او ۲۷ میلي قطر لري.

میرمن آرمسترانګ وویل چې تر اوسه ددې الماس د خرڅلاو او یا ساتلو په اړه تصمیم ندی نیول شوی.

XS
SM
MD
LG