د لاس رسي وړ اتصالات

لاریون کوونکي: که غوښتنې ونه منل شي بیا لاریون کوو


دا لاریون نن سهار د کابل په لویدیځ کې د برچې له سیمې پیل شو او د بریکوټ په سیمه کې پای ته ورسید.
دا لاریون نن سهار د کابل په لویدیځ کې د برچې له سیمې پیل شو او د بریکوټ په سیمه کې پای ته ورسید.

د روښنايي په نوم د یو غورځنګ زرګونو غړو نن په کابل کې لاریون وکړ او له افغان حکومته یې د بامیانو له لارې د ترکمنستان د برېښنا د لیږدولو غوښتنه وکړه.

دا لاریون، چې نن سهار د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي له سیمې پیل شو نن ماسپښین د کابل ښار په بریکوټ سیمه کې په سوله‌ایزه توګه پای ته ورسید.

د دې لاریون د امنیت خوندیتوب لپاره په کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او ټولې هغه لارې، چې ارګ او ډیپلوماټیکو سیمو ته غځیدلي، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د کانټینرو په ايښودلو د هر ډول تګ راتګ په مخ تړل شوې وې.

لاریون کوونکو، چې د 'ټوټاپ زموږ حق دی' نعرې وهلې، افغان حکومت د خلکو پر وړاندې په دوه ګوني چلند تورن کړ.

لاریون کوونکو د برېښنا د لیږد په اړه د وزیرانو شورا د اوسنۍ پریکړې د لغوې غوښتنه وکړه او وې ویل که چیرې د دوی غوښتنه و نه منل شي بیا سړکونو ته راوځي.

د لاریون کوونکو پر وینا، هغوی غوښتل چې د ارګ مخې ته لاړ شي او خپل غږ د افغان حکومت تر غوږونو ورسوي، خو د کابل ښار مرکزي برخې ته د تګ راتګ ټولې لارې د امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوې وې، نو ځکه یې خپل لاریون د کابل ښار په بریکوټ سیمه کې پای ته ورسوه.

د امریکا غږ خبریال رحیم ګل څاروان د لاریون له ځای څخه وايي، چې د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ اخو ډب کې شاوخوا اوه تنه خبریالان ټپیان شوي دي.

په دې لاریون کې د پخواني ولسمشر مرستیال کریم خلیلي، د ولسي جرګې یو شمیر غړي، سیاسي څیرې او عام خلک، چې اکثره یې هزاره توکمي وو، ګډون درلود.

په همدې حال کې د افغان ولسمشر د مطبوعاتو دفتر د یو بیان په خپرولو ویلي، چې د سوله‌ایزو لاریونونو او غونډو ترسره کول د خلکو حق دی او له لاریون کوونکو څخه یې غوښتي، چې له زغم کار واخلي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

د ولسمشر د مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي، چې دغه بیان یې د افغانستان د ملي راډیو او ټلویزیون له لارې لوسته وویل، افغان حکومت د دې لانجې د غوڅولو لپاره په وار وار د معترضینو له مشرانو سره د خبرو اترو غوښتنه کړې.

خو د حکومت دا غوښتنه تر اوسه د معترضینو له خوا منل شوې نه ده.

له بلې خوا افغان ولسمشر یو کمیسیون ته دنده سپارلې، چې د بامیان یا سالنګ له لارې د ترکمنستان د بريښنا د پروژې د تطبیق پر سر پېدا شویو ناندریو ته، تر راتلونکو لسو ورځو د حل لار ولټوي.

د دغه کمیسیون تر ارزونو پورې د برېښنا د لیږد پروژې تخنیکي کارونه ځنډول شوي دي.

XS
SM
MD
LG