د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: د داعش پر ضد جگړه مو پای ته ورسیده


د عراق صدراعظم حیدر العبادي
د عراق صدراعظم حیدر العبادي

د عراق صدراعظم حیدر العبادي د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې عراقي ځواکونه د داعش سخت دریځو پر ضد په درې کلنه جگړه کې بریالي شوي دي.

ښاغلي العبادي وویل چې عراقي ځواکونه د سوریې سره د هغه هیواد پر ټولو سرحدونو بشپړه کنترول لري او ویې کړای شول چې د اسلامي دولت ډله له عراق نه وباسي.

د عراق صدراعظم داعش جنگالیو ته په خطاب کې وویل چې د عراق دښمنانو غوښتل چې په دې هیواد کې مدنیت له منځه یوسي خو د عراقیانو اراده او یووالی بریالی شو.

په دې ترڅ کې د عراق یو لوړپوړي پوځي عبدالامیر رشید، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د داعش سخت دریځو پر ضد محاربوي عملیات وروسته له هغې پای ته ورسیدل چې عراقي ځواکونو د سوریې سره د عراق د سرحدونو بشپړه کنترول ترلاسه کړ.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د عراق ټوله خاوره د داعش جنگیالیو له شتونه پاکه شوې او عراقي ځواکونه د عراق او سوریې د سرحد په گډون د هیواد پر نړیوالو سرحدونو باندې بشپړه کنترول لري.

په ٢٠١۴ کې د داعش جنگیالي د موصل په گډون د عراق د شاوخوا درې برخې خاورې پر یوې برخې باندې مسلط وو. خو په دې وروستیو میاشتو کې د اسلامي دولت ډلې په عراق او سوریه کې د پرله پسې ماتو سره مخامخ شول.

د عراق د حکومتي قواو پر وړاندې د داعش په جگړه کې ددې هیواد زیاتې سیمې ورانې شوي او لا هم د عراق شاوخوا درې میلیونه وگړي د خپلو کورونو نه بې ځایه دي.

XS
SM
MD
LG