د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د اردن سیند په لودیځه غاړه کې د جمعې د ورځې د برید په غبرګون کې چې له امله یې دوه اسراییلي سرتیري ووژل شول، امریکا غږ ته ویلي دي چې واشنګټن د اردن سیند په لودیځه غاړه کې هر ډول جنایي تاوتریخوالي غندي.
دغه وزارت د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:" د امریکا حکومت په لوېدیځه غاړه کې د هر لوري له خوا د جنایي تاوتریخوالو کلکې غندنې ته دوام ورکوي. موږ په سیمه کې له خپلو شریکانو سره په منظمو خبرو اترو کې یو او د ثبات او امنیت د تامین ملاتړ کوو."
تر دې وړاندې په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي د جمعې ورځې د برید په وړاندې د اسراییل د اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل چې د اسرائیلي پوځ له خوا د بریدګرو له منځه وړلو د یوې لا لویې تراژیدۍ مخه ونیوله.
اسرائیلي چارواکو وویل چې دوو فلسطیني وسله والو د لوېدیځې غاړې په جنوبي برخه کې د الخلیل ښار ته نږدې د اسرائیل د دفاعي ځواکونو د یوې پوستې پر سرتېرو ډزې وکړې، یوه خپلواکه فلسطیني سیمه چې اسرائیلي ښارګوټي او زیربناوې هم لري.
چارواکو وویل چې د جمعې په سهار په دې برید کې دوه سرتېري ووژل شول، خو اسراییلي ځواکونو سمدستي بریدګر له منځه یوړل. د چارواکو په وینا، بریدګر د الخلیل سیمې اوسیدونکو وو او په شل دقیقې جګړه کې ووژل شول.
هکبي په ایکس حساب په یو لړ پیغامونو کې ویلي"که اسرائیلي ځواکونو دومره ژر اقدام نه وای کړی، نو دا فلسطینی ترهګریز برید به یو دیر ناوړه ناورین وای."
هغه د وسله والو هویت هم شریک کړ کوم چې د یشا شورا له خوا چې د اردن سیند په لودیځه غاړه کې د اسرائیلي ښارګوټو د استازیتوب اصلي سیاسي اداره ده، خپاره شوي دي.
هغه د لوېدیځې غاړې لپاره د اسرائیل د نوم په کارولو سره ولیکل، "البته حماس د دې [برید] ستاینه وکړه او د نورو غوښتنه یې وکړه. له نیکه مرغه، د اسرائیل دفاعي ځواکونو د برید مخه ونیوله، خو جودیا او سامریه د چمتوالي په لوړه کچه کې دي."
د اسراییلو دفاعي ځواکونو وویل چې د یاد هیواد لوی درستیز ایال زمیر د برید ځای ته ورغلی و او د هغه له قوله یې ویلي چې پایله دردناکه وه، خو د اسراییلو د دفاعي ځواکونو ځواب د اسراییلي ملکي وګړو پر وړاندې د یو جدي برید مخه ونیوله.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم له برید وروسته الخلیل ته لاړ او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپله یوه ویډیو خپره کړه، او ویې ویل چې اسراییلي ځواکونه به په دې لوی فلسطیني ښار کې بې ساری اقدام وکړي:"هغوی به هغې سیمه ته ننوځي چې ترهګر ترې راوتلي، اوسیدونکي به یې تخلیه کړي، د وسلو د ضبطولو لپاره به کور په کور پلټنې کوي او دا ډاډ به رامنځته کړي چې د ترهګرۍ ټولې زیربناوې "ویجاړې" شي.
نتنیاهو تر دې مخکې په یوه پیغام کې ویلي وو چې امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی څو سمدستي الخلیل ښار وتړي او د جودیه او ساماریه په ټولو برخو کې د جمعې ورځې څخه د تګ راتګ مخنیوي ته چمتو شي.
اسرائیل د راتلونکې سه شنبې د پارلماني ټاکنو څخه مخکې لا له وړاندې لوړ امنیتي ترتیبات نیولي دي، هغه ټاکنې چې د اسرائیل تر ټولو اوږدمهاله لومړی وزیر بینیامین نتیاهو د یوې بلې دورې لپاره هڅه کوي.
فورم \ دبحث خونه