د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: افغانستان کې ناامني ۲۳ سلنه او نښتې ۲۷ سلنه زیاتې شوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) په دغه هیواد کې د ناامنیو، وسله والو نښتو او هوايي بریدونو او چاودنو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې د روان میلادي کال د اګست میاشتې د ۱۷ مې او نومبر میاشتې د ۱۳ مې نېټې ترمنځ پوري یې ۱۵۸۷ امنیتي پيښې ثبت کړي دي چې نسبت د تیر کال همدې مودې ته، ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه راپور چې پرون شنبه ډسمبر ۱۷ (لېندۍ ۲۶) خپور شوی پکې راغلي: "وسله والې نښتې ۲۷ سلنه زیاتې شوي، له ۹۹ پېښو څخه ۱۲۷ پېښې، هوایي بریدونه له څلورو څخه پنځو پېښو ته، د لاسي جوړو شوو بمونو پېښې اوه سلنه، له ۷۴ څخه ۷۹ (پېښو ته زیات شوي) خو اختطافونه ۵۳ سلنه کښته شوي له ۱۶۰ پېښو څخه ۷۵ پېښو ته راټیټ شوي دي."

د دغه راپور په اساس، د کابل، کندهار او هرات ولایتونو په ګډون د افغانستان لوېدیځو او جنوب ختیځو برخو کې زیاتې پيښې ثبت شوي دي.

یوناما همدارنګه ویلي چې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي او دغه سازمان ۲۲ وسله والې ډلې چې په ۱۱ ولایتونو کې د فعالیت ادعا کوي ثبت کړي دي. د دغه راپور په اساس، "د مقاومت ملي جبهه او ازادۍ ملي جبهه" په بدخشان، بغلان، کاپیسا، ننګرهار، نورستان، تخار او پنجشېر ولایتونو کې د بریدونو مسؤلیت منلی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان په پنجشېر ولایت کې د نښتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی، هغه ولایت چې د طالبانو حکومت ملا عبدالقیوم ذاکر د پنجشېر او بغلان د اندرابو درې د نظامي مسؤل په توګه وټاکه او د دغه ولایتونو په څو ولسوالیو کې پوځي عملیات پيل کړل چې د یوناما په وینا دغه عملیاتو د اکتوبر میاشتې پوري دوام لاره.

یوناما پخپل راپور کې ویلي چې په روان میلادي کال کې په دغه هیواد کې د داعش بریدنه کم شوي. د راپور له مخې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې یې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د داعش ۲۲۱ بریدونه او په روان میلادي کال کې په شپږو ولایتونو کې ۳۰ بریدونه ثبت کړي دي.

یوناما پخپل راپور کې د سپټمبر میاشتې څخه بیا تر اکتوبر میاشتې پوري په کابل، لغمان، کندز، هرات ولایتونو کې ځانمرګو بریدونو او چاودنو یادونه کړې ده.

دغه راپور کې یوناما څو نورو پېښو ته هم اشاره کړې ده: "د سپټمبر پر دوهمه د هرات په ګازرګاه جومات کې ځانمرګی برید چې هغه کې د مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول او ۲۲ تنه نور ټپیان شول. د سپټمبر پر ۲۳مه په کابل کې د لاسي بم په برید کې څلور ملکي وګړي ووژل شول او ۵۲ تنه نور ټپيان شول او د اکتوبر پر پنځمه د (افغانستان) د کورنیو چارو وزارت په جومات کې په ځانمرګي برید کې چې په کې نهه کسان ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان شول."

ملکي تلفات او له بشري حقونو سرغړونه

یوناما پخپل راپور کې په یاده موده کې د ۱۲۴ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۴۰۶ تنو د ټپي کېدو راپور هم ورکړی دی.د راپور له مخې د دغه مرګ ژوبلې اصلي لامل، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د سپټمبر پر ۳۰مه په کابل کې پر کاج تعلیمي مرکز ځانمرګي برید کې ۵۴ کسان ووژل شول او ۱۱۴ تنه نور ټپیان شول چې زیات شمېر د هزاره ټولنې ځوانې نجونې وې.

یوناما ویلي چې په دغه موده کې د ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله ۱۹ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د پخواني حکومت چارواکو د غړو د نهو غیر قانوني وژنو، له پنځو کسانو سره د ناوړه چلند او شکنجې پېښې او خپلو سرو نیونو ۲۹ پيښو ثبتېدو راپور ورکړی دی.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د (مقاومت ملي جبهې) سره د تړاو په تور یې ۵۹ غیر قانوني وژنې او ۱۴ خپل سرو نیونو او د ناوړه چلند او شکنجې شپږ پېښې یې هم ثبت کړي دي.

یوناما زیاته کړې: "د پنجشېر ولایت په دره او خنج ولسوالیو کې د سپټمبر میاشتې د ۱۲ مې او ۱۴ نېټې ترمنځ لږ تر لږه ۴۸ غیر قانوني وژنې ثبت شوي دي. د ملي مقاومت جبهې یو شمېر غړي چې نیول شوي و، د راپورونو له مخې پخپل سري ډول وژل شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت دفاع وزارت د روان کال د سپټمبر میاشتې پر ۱۷مه وویل چې پنجشېر ولایت کې د خپل سرو وژنو د راپورونو په اړه جدي څېړنې کوي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ورته راپورونه یو طرفه بللي او هغه رد کړي دي. امریکا غږ هڅه وکړه چې د دغه راپور په اړه د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند بلال کریمي نظر واخلي، خو هغه زموږ پیغام ته ځواب رانکړ.

XS
SM
MD
LG