د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې 'د ترهګرو په فعاليت او د بشري حقونو په نقض' د لویدیځ اندېښنه


یو شمیر غربي هیوادونو د سه شنبې په ورځ مارچ اومه (کب ۱۶) د یوې مشترکې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې.‌ همدغه راز یې د اقتصادي او بشري وضعیت په خرابیدو هم اندیښنه څرګنده کړې ده.

دا مشترکه اعلامیه د فبروري میاشتې په ۲۰ نیټه د فرانسې په پاریس کې د افغانستان لپاره د غربي هیوادونو د استازو او ملګرو ملتونو د نماینده ګانو تر لیدنې وروسته، نن د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي د متحدو ایالتونو، استرالیا، کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، سویس، بریټانیا او د ملګرو ملتونو نماینده ګانو په یاده غونډه کې د افغانستان په وضعیت خبري وکړې.

ددغو هیوادونو په مشترکه اعلامیه کې په زیاتیدونکو امنیتي ګواښونو او د بشري او اقتصادي وضعیت په خرابیدو اندیښنه څرګنده شوې ده. په اعلامیه کې ویل شوي اوسمهال ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې ۵۰ سلنه یې میرمنې او ماشومان جوړوي او شپږ میلیونه افغانان د قحطی په یو قدمي کې دي.

د غربي هیوادونو استازو ټینګار کړی چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د هرې ورځې په تیریدو سره خراب شوی او طالبانو اساسي بشري حقونه په خاص دول د میرمنو او نجونو، قومي او مذهبي اقلیتونو او نورو ډلو آزادۍ محدودي کړي دي.

په دې مشترکه اعلامیه کې په ښوونیځیو او پوهنتونونو له زده کړو او غیرحکومتي موسسو کې له کارکولو څخه د میرمنو او نجونو د مخنیوي په اړه د طالبانو پریکړه په کلکه غندل شوې ده. اعلامیې همدارنګه د ژوند له نورو برخو څخه د افغان میرمنو او نجونو په مخنیوي د طالبانو پریکړه غندلې ده.

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپریږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د مارچ په شپږمه (کب ۱۵) د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت د کمیسیون په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې افغان ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه حذف شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې افغان ښځې او نجونې بنیادي حقوق لري او ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه به هیڅ کله د هغوی د حقوقو د تامین لپاره له مبارزې څخه لاس وانخلي.

ښاغلي ګوتیریش زیاته کړه: "په افغانستان کې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه لیري شوي دي."

د غربي هیوادونو په مشترکه اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو دا پریکړې نه یوازې د افغان میرمنو حقونه او آزادي ګانې ګواښي بلکې د افغانستان ټولنیزې او اقتصادي پراختیا ته به سخت زیان ورسوي که نیمایي نفوس (میرمنې) له معني داره مشارکت څخه بې برخي شي.

د افغانستان لپاره د غربي هیوادونو استازو په خپله مشترکه اعلامیه کې ټینګار کړی که له تبعیض څخه په ډکو اقداماتو او سیاستونو محدودیتونه رامنځ ته شي د بشري مرستو ویش په منصفانه او موثر ډول نشي ترسره کیدای.

یادو هیوادونو د نه منلو وړ محدودیتونو د لیرې کیدو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه محدودیتونه بیوزلو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیسي.

په اعلامیه کې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت د خرابیدو او همدارنګه د یاد هیواد د اقتصادي حالت د ښه والي په برخه کې د طالبانو مسولیت ته اشاره شوې او ویل شوي چې طالبان باید د افغانانو اړتیاوو ته پاملرنه خپل اصلي کار وګڼي.

د ترهګرو ډلو په فعالیت اندیښنه

غربي هیوادونو په خپله مشترکه اعلامیه کې د داعش د خراسان څانګې، القاعده، تحریک طالبان پاکستان او نورو په ګدون په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د زیاتیدونکو تهدیداتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

یادو هیوادونو څرګنده کړې چې ددغو ډلو فعالیت د افغانستان په ګډون د سیمې او تر هغه هاخوا منطقې پر امنیت او ثبات ژور تاثیر کوي، په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې یادو ډلو ته د خوندي پټنځایونو د نه ورکولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

خو د طالب چارواکو په مختلفو مواقعو کې څرګنده کړې ده چې هیڅ ترهګرۍ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په وړاندې کار واخلي.

طالبان تل دا خبره کوي چې د «شریعت او افغان فرهنګ په اساس د ښځو حقونو ته درناوی» لري.

د غربي هیوادونو په مشترکه اعلامیه کې څرګنده شوې چې په افغانستان کې سوله او ثبات بااعتباره او ملي همه مشموله ډیالوګ ته چې اړتیا لري چې د اساسي قانون د نظم او د یوه همه شموله سیاسي نظام د رامنځ ته کیدو لامل شي.

د یاد هیوادونو په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دریځ ټینګار شوی چې طالبانو ته یې د نړیوالې ټولنې توقعات په ښکاره بیان کړي دي، هغه موارد چې په افغانستان کې د سولې او ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو عادي کیدو ته هم بلل کیږي.

د نورو هیوادونو د ګواښلو او پر هغوی د برید لپاره د افغانستان له خاورې څخه نه استفاده، ترهګرو ته د پناه او روزنې نه ورکول، د ترهګریزو کړنو د پلان کولو او یا هم تمویل څخه ډډه، ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو ته د خدماتو او مرستو د رسولو د خوندي چاپیریال مساعدول، د میرمنو او اقلیتي ډلو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی، د سیاسي هوکړې لپاره همه شموله دیالوګ، د میرمنو مساوي او معنی داره ګډون او د سفر ازادي هغه موارد دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له طالبانو غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG