د لاس رسي وړ اتصالات

اوزبیکستان د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو استازو د غونډې جوړېدو خبر ورکړ


د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو استازو د غونډې کوربتوب خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې د افغانستان په اړه یاده غونډه نن سې شنبه د مارچ اوومه (کب ۱۶) د سیمې هیوادونو د استازو په حضور کې په تاشکند کې پيل شوه.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه اعلامیه کې ویلي چې په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان استازو ګډون کړی دی.

د دغه وزارت په وینا د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو د استازو په غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وشي.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "د اوزبیکستان، چین، ایران،پاکستان، روسیې، تاجیکستان او ترکمنستان استازي به د افغانستان د اوسني وضعیت او د دغه هیواد وضعیت د حل و فصل په برخه کې د طرفینو د همکارۍ او اوږد مهاله سولې او ثبات په اړه او همدارنګه د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستو برابرولو په اړه خبرې وکړي."

ویل کیږي چې په دغه ناسته کې د طالبانو حکومت استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تر دا مهاله د دغه ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته د مرکزي اسیا یو شمېر هیوادونو د افغانستان د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د داعش ډلې د احتمالي حضور په اړه اندېښنې ښودلې او په دې اړه یې غونډې جوړي کړي دي.

روسیې د فبروري میاشتې پر اتمه د افغانستان په اړه څو اړخیزه مشورتي غونډه جوړه کړې وه چې پکې د چین، هند، ایران، تاجیکستان، قرغیزستان، پاکستان او اوزبیکستان د ملي امنیت شورا مشاورینو ګډون کړی و.

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د مسکو په مشورتي غونډه کې ویلي و چې هیواد یې پخپلو جنوبي سرحدونو کې شخړې نه غواړي. هغه ویلي و: "د القاعده په شمول نړیوال تروریستي سازمانونه [افغانستان] کې خپل فعالیتونه پراخوي."

دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې تیر کال د افغانستان له خاورې څخه د ازبیکستان پر خاورې د راکټونو ویشتلو مسؤلیت منلی و، د اوزبیکستان حکومت هغه مهال ویلي و چې په ترمز کې لګېدلو راکټونو چاودنه نه ده کړې او په خبره یې یوازې مالي زیان اړولی دی.

د طالبانو حکومت تر هغه وروسته خبر ورکړ چې د اوزبیکستان پر خاوره د راکیټونو توغولو عاملین یې نیولي دي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې د سیمې او نړیوالو هیوادونو ته تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي څه موده مخکې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د حضور په اړه د روسیې په مشرۍ د (ډله ییز امنیت تړون) د لوی درستیز څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې په افغانستان کې داعش ځای نلري او د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کیږي.

XS
SM
MD
LG