د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ امریکایانو ته: له ۱۰ زیات کسان سره مه راټولیږئ


ولسمشر ټرمپ د کرونا له کبله په ټولې امریکا کې اضطراري حالت اعلان کړی دی
ولسمشر ټرمپ د کرونا له کبله په ټولې امریکا کې اضطراري حالت اعلان کړی دی

سپینې ماڼۍ د امریکا ولس ته سپارښتنه کړې چې لږ تر لږه تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې له داسې غونډو ډډه وکړئ چې له ۱۰ زیات کسان په کې ګډون کوي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د امریکا ولس ته وړاندیز کړی چې د ښوونځي درسونه په کور کې ولولي، له سفر کولو ډډه وکړي او رستورانونو او بارونو ته لاړ نشي.

ښاغلي ټرمپ ویلي: "پداسې حال کې چې مونږ له ویروس سره په مبارزه بوخت یو، مونږ هر یو د هغې په درولو، پراخیدو او انتقال کې مهم رول لوبولی شو."

هغه دا خبره رد کړه چې ګنې په تګ راتګ باندې د بندیز لګولو په اړه هم غوره کیږي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د کروناویروس ښایي د جولاۍ یا اګست تر میاشتې او یا هم زیات دوام وکړي.

پدې ترڅ کې د سپینې ماڼۍ اقتصادي سلاکار کیري کدلو ویلي دي چې متحده ایالات ښایي یو ځل بیا د اقتصادي رکود سره مخامخ شي. په متحده ایالاتو کې د کروناویروس د پیښو شمیر څه دپاسه ۴۲۰۰ ته رسیدلی او ددې ویروس په وجه د مړینو شمیر له ۸۰ تنو اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د سه شنبې مارچ ۱۷ پورې د نړۍ په ۱۵۲هیوادونو کې ۱۷۳۳۴۴ کسان په کروناویروس اخته وو او د مړو شمیر یې ۷۰۱۹تنو ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG