د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس په امریکا کې ژوند او کاروبار ګډوډ کړي


دا د نیویارک ښار د ټایمز څلور لارې ده چې تل به په کې ګڼه ګوڼه وه
دا د نیویارک ښار د ټایمز څلور لارې ده چې تل به په کې ګڼه ګوڼه وه

د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د امریکا په ټولو ایالتونو کې په هغو غونډو، پروګرامونو، جلسو او کاروبارونو بندیز لګول شوی دی چې ۵۰ او یا تر ۵۰ ډېر کسان په کې راغونډېږي.

په ټولو ایالتونو کې والیایانو او ښاروالانو ښوونځي، رستورانتونه، نڅاځایونه، شرابخانې، بارونه او دا ډول نورو ځایونه تړلي دي.

د امریکا د حکومت متخصصین سپارښتنه کوي چې باید دا هر څه دوه اونۍ بند وي. د ایلونایس والي بریتزکر وویل: "دا ټوکې نه دي، هېڅوک هم له کرونا څخه معافیت نلري."

له بهر څخه راستانه کېدونکي امریکایان ساعتونه ساعتونه په هوايي ډګرونو کې په لیکو کې درول کیږي چې معاینه شي‌ په کروناویروس خو به اخته نه وي.

د امریکا د خوړو او نورو توکو په مغازو او هټیو کې خلک کتار کتار ولاړ وي او په ډېرو مغازو کې ځينې توکي لکه د تشناب کاغذ او د لاس وینځلو مایعات خو وار دمخه خلاص شوي دي.

د کروناویروس په امریکا کې د وسلو د پېر او پلور مارکیټ چې ازاد او ښه بازار لري هم زیانمن کړی دی او دا هټۍ هم ډېرې تړل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ چې څو ورځې مخکې د کروناویروس له کبله اضطراري حالت اعلان کړ او له اروپا څخه امریکا ته په پروازونو بندیز ولګوه. هغه وايي حکومت یې په حالت پوره کنترول لري او په خلکو یې غږ کړی دی چې د خوراکي او نورو ضروري توکو په اخیستلو کې دې ډېره بېړه نکوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ناروغیو د مخنیوي‌ او کنترول مرکز یو لارښود خپور کړی او په کې غوښتل شوي چې هغه ټولې غونډې او کاروبارونه چې ۵۰ او تر ۵۰ زیات کسان په کې ګډون کوي، باید تر څلورو اونیو پورې وتړل شي. وايي خلک باید د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ډېر احتیاط وکړي، له یو بل سره فاصله ولري او خپل لاسونه دې ډېر ووینځي.

په دغه لارښود کې ښوونځي،‌ د لوړو زده کړو موسسې، سوداګریزې او دا ډول نورې ادارې چې هره ورځ کار کوي، استثنا ګڼل شوي دي، په دې مانا چې یوازې د دوی ورځنۍ اداري چارې به روانې وي.

د نیویارک ښاروال بل ډي بلاسیکو ټولو رستورانتونو ته ویلي دي چې یوازې د تیلیفون له لارې د مشتریانو فرمایشونه دې ومني او کورونو ته دې ډوډۍ انتقالوي. نوموړي ویلي دي‌:"نیویارک له نااټکل کېدونکي‌ وضعیت سره مخامخ دی او باید یې په ضد کلکه مبارزه وشي."

د کروناویروس ترې دې دمه په امریکا کې ۵۹ کسان مړه کړي او څه باندې ۲۸۰۰ نور پرې اخته شوي دي. پرون یکشنبه په ټولې امریکا کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره د دوعا ملي ورځ وه.

د کروناویروس لومړی په چین کې خپور شو چې تر دا مهال یې په نړۍ کې شاوخوا ۶۶۰۰ کسان مړه کړي او څه باندې ۱۷۴زره نور پرې اخته دي. دا ویروس د نړۍ په ۱۴۰ هېوادونو کې خپور شوی.

XS
SM
MD
LG