د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ کومې مشهورې څیرې تر ټولو ډیر عاید لري؟


مشهوره امریکایي سندرغاړې تیلور سوئیفت
مشهوره امریکایي سندرغاړې تیلور سوئیفت

مشهوره امریکایي سندرغاړې تیلور سوئیفت، د ١٨٥ میلیون ډالرو په عاید سره د دوهم ځل لپاره د فوربز مجلې په کلني لیست کې د نړۍ د ډیر عاید لرونکو مشهورو څیرو په سر کې راغلې ده.

د فوربز مجله هر کال د موسیقۍ، ورزش، تلویزیون او فلم د نړۍ د مشهورو ډیر عاید لرونکو شخصیتونو لست خپروي. ددې لست په ١٠٠ مشهورو څیرو کې ١٦ یې ښځې او نور نارینه دي.

د امریکا د متحده ایالاتو تلویزیوني څیره کایلي جنر، چې څه موده دمخه د امریکا د ځوانې میلیاردرې په توگه معرفي شوه، تیر کال د ۱۷۰ میلیون ډالرو په عاید سره په دوهم مقام کې راغلې ده.

په خپور شوي لست کې د نړۍ د ورزشي څیرو ترمنځ لیونل مسي د ١٢٧ میلیون ډالرو په عاید سره څلورم مقام خپل کړی دی. کریستیانو رونالدو او نیمار، دوه مشهور فوټبالران په شپږم او اوم مقام کې راغلي دي. ررونالدو تیر کال ١٠٩ میلیون ډالر او نیمار ١٠٥ میلیون ډالر عاید درلودلی دی.

د ټینس د نړۍ مشهور سویسي لوبغاړي، راجر فیدرر تیر کال ٩٣ میلیون ډالر عاید درلود او په عمومي لست کې یې ١١ ځای نیولی دی.

د فلم او سینما په نړۍ کې دویین جانسن، چې په راک مشهور دی شاوخوا ۸۹ میلیون ډالرعاید درلودلو یې په لست کې ١٥ ځای خپل کړی.

په دغه لست کې ١٢ سینمایي څیرې معرفي شوي چې د هند د بالیووډ مشهور لوبغاړی اکشی کمار هم په کې شامل دی. اکشې کمار تیر کال ۶۵ میلیون ډالر عاید درلود چې په عمومي لست کې ٣٣ شوی دی.

XS
SM
MD
LG