د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش کنټرول لاندې سیمو کې د پولیو کمپاین نه کیږي


په روان کې کال کې په افغانستان کې تر اوسه د پولیو درې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
په روان کې کال کې په افغانستان کې تر اوسه د پولیو درې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې به شاخوا ۶۰۰ زره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي، خو په هغو ناامنو سیمو کې چې د داعش تر کنټرول لاندې دي، ۱۵ زره ماشومان له دغه واکسین څخه بې‌برخې پاتې کیږي.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیاله ډاکټره مقدسه معراج وایي، دوی هڅه کوي چې په لرې پرتو سیمو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندېواکسین کړي.

ددې پر وینا د ناامنیو له امله به په دې دوره کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ماشومان د پولیو له څاڅکو بې برخې پاتې شي.

هغه وایي " کومو ساحو ته چې لاسرسی نه کېږي، څلور ولسوالۍ دي چې په دې کې به زمونږ نه ۱۵۰۰۰شاوخوا ماشومان مس شي، کوټ، ده بالا، اچین او پچیرواګام ولسوالیو کې به ماشومان له واکسینه پاتې شي."

د ننګرهار د ښځو چارو رئیسهانیسه عمراني بیا ددې ولایت پر میندو غږ کوي چې د پولیو د واکسین په ترسراوي کې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.

هغې وویل " پرمیندو باندې غږ کوم چې دې کې مهم رول لري چې خپل د خوب ماشوم له خوب نه جګ کړي او د واکسین په دوو څاڅکو یې ژوند له مرګه وژغوري."

دیني عالمان هم د پولیو واکسین د ترسراوي ننګه کوي او پر د یني عالمانو غږ کوي چې پولیو واکسین داسلامي شریعت له مخې کوم زیان نه لري او دوی دې خلک پر دې پوه کړيچې د واکسین په هره دوره کې خپلماشومان واکسین کړي.

" هغوی ته عرض دی چې د خپلو منابرو او نورو جلساتو له مخې د واکسین د تطبیق په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او هغوی دې پر دې پوه کړي چې دا حرام نه دي بلکې حلال دي."

د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې د داعش ډلې موجودیت د دې لامل شوی چې د پولیو ضد واکسین په کلیو بانډو کې له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته ونه رسېږي.

روغتیایي چارواکي په دې بارو دي روان میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ویروس لمنځه وړلو ته نږدې شوي او له ټولو کورنیو غوښتنه کوي چې خپل ماشومان د دې ناروغۍ پرواندې واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG