د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: روسیې سره د شخړې ختمولو لپاره لا هم دپلوماتیکه لاره خلاصه ده  


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي چې لا هم د اوکراین په اړه له روسیې سره د شخړې ختمولو لپاره دپلوماتیکه لاره خلاصه ده.

ښاغلي بلینکن تېره ورځ د جاپان او جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر ملاقات وروسته دا خبره هم وکړه چې په اوکراین باندې د روسیې د پوځي اقدام خطر دومره لوړ و چې په اساس یې له کیف څخه د امریکا د سفارت کارکوونکي واېستل شي.

امریکا څه موده مخکې له اوکراین څخه د خپل سفارت غیر اړین کارکوونکي ووېستل او امریکایانو ته یې خبرداری ورکړ چې هغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي‌.

ښاغلي بلینکن د امریکا د متحدو ایالتونو د هاوايي په ټاپو کې له خپلو غونډو وروسته وویل: «دا دپلوماتیکه لاره پرانیستې ده. مسکو ته اسانه ده چې وښايي دا لاره تعقیبوي. دا [شخړه] باید د زیاتولو په ځای، کمه شي.»

روسیې له څه مودې راهېسې د اوکراین سره په سرحد کې څه دپاسه ۱۰۰زره عسکر ځای په ځای کړي‌ دي او لویدیځ اندېښنه لري چې دا په اوکراین باندې بریدونو لپاره یو ډول چمتوالی دی.

امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې په اوکراین باندې هر وخت د روسیې له لوري یرغل کېدای شي. مګر مسکو دا اندېښنې ردوي‌ او د امریکايي چارواکو دا ډول خبرداری د «وارخطايۍ» نښه بولي.

ولسشمر بایډن تېره ورځ شاوخوا یو ساعت له خپل روسي سیال سره په تیلیفون کې خبرې وکړې. سپینه ماڼۍ وایي چې ښاغلي بایډن ولاديمیر پوتین ته خبرداری ورکړ چې په اوکراین باندې به د روسیې یرغل ته قوي‌ ځواب وویل شي او داسې کوم اقدام به لوی کړاو رامنځ ته او مسکو منزوی کړي.

خو یو اړخ هم نه دي ویلي چې په خبرو کې کوم پرمختګ شوی دی. د رویټرز خبري اژانس وایي چې سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي دي چې مکالمه مسلکي وه خو کوم اساسي تغیر نه لیدل کېږي.

کرملین وايي چې ښاغلي‌ پوتین ولسمشر بایډن ته ویلي دي‌ چې واشنګټن د مسکو اندېښنې جدي‌ نه دي‌ ګڼلې او د خپلو امنیتي غوښتنو په تړاو یې کوم « پام وړ ځواب» نه دی ترلاسه کړی.

مسکو څه موده مخکې امریکا او ناټو ته خپل غوښتنې سپارلې وې، په دغو غوښتنو کې دا خبره راغلې وه چې ناټو د پخواني‌ شوروي‌ اتحاد په غړو هېوادونو کې خپل حضور ختم کړي او اوکراین ته دې په ناټو کې غړیتوب نه ورکول کیږي.

ناټو او امریکا د روسیې دا غوښتنه رد کړې ده. په همدې حال امریکا او ناټو په اروپا کې د خپلو متحدینو د تقویې لپاره ځواکونه استولي دي.

XS
SM
MD
LG