د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ډېره هیله نلرو چې له ایران سره به اتومي تړون وشي


د ایران د اتومي خبرو یوه څنډه
د ایران د اتومي خبرو یوه څنډه

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون د بیا احیا کولو په اړه، چې د ایران د اتومي وسلو د غني کولو پروسه محدودوي، د امریکا د متحدو ایالتونو هیلې کمې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ خبرداری ورکړ چې که ایران ګام وانخیست، دوی «به دویم پلان» غوره کړي.

له شاوخوا یو کال خبرو وروسته، تېره اونۍ واشنګټن هیله ښودلې وه چې له ایران سره تړون ته نژدې شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د مارچ په ۱۶مه نېټه ویلي‌ وو: «موږ یو احتمالي‌تړون ته نژدې شوي یو، خو لا رسېدلي‌ نه یو ورته.»

امریکايي چارواکو هیله ښودلې وه چې ممکن تهران د نوروز له مراسمو روسته یوې موافقې ته ورسېږي.

خو ښاغلي پرایس ویلي دي:« غواړم واضحه یې ووایم چې نه کوم توافق کېدونکی دی او نه یقینی دی.» نوموړي تېره ورځ بیا خبرداری ورکړ که ایران سره موافقه ونشي، امریکا به نوورو اقداماتو ته مخه کړي.

کله چې ولسمشر بایډن واک ترلاسه کړ، درې میاشتې وروسته یې د ایران د اتومي تړون د بیا احیا کولو سپارښتنه وکړه.

د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ په یو اړخیز ډول له دغه تړون څه وتلی او ویلي وو چې په تړون کې خلا شته ا و ایران ته یې ګټه زیاته ده.

تر دې مخکې د ایران د پارلمان د دغه هېواد له ولسمشر څخه غوښتي وو چې د تړون تر لاسلیک کېدو مخکې امریکا باید په ایران باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او دا ضمانت دې ورکړي چې بیا به پرې دا ډول بندیزونه نه لګوي.

تېره میاشت د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د ویانا په خبرو کې د محدود پرمختګ سره سره لا هم د دخیلو غاړو په ژمنو کې یو لازم توازن ته له رسېدو څخه لېرې یو.»

نوموړي لیکلي وو: «په واشنګټن کې سیاسي پرېکړې د ژمنو د توازن ضرورتونه دي چې یوې ښې موافقې ته ورسېږو.» د ایران او نړۍ د زبر ځواکو هېوادونو ترمنځ په ویانا کې خبرې کېږي.

XS
SM
MD
LG