د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي ته د بیان د ازادۍ د اتل لقب ورکړل شو


د افغانستان د خبریالانو شورا پخواني ولسمشر ته د بیان د ازادۍ د اتل لقب او جایزه ورکړه.
د افغانستان د خبریالانو شورا پخواني ولسمشر ته د بیان د ازادۍ د اتل لقب او جایزه ورکړه.

په کابل کې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې و نمانځل شوه چې د خبریالانو د ملاتړ د ټولنو په وینا په دغه هېواد کې د تېر میلادي کال د مۍ د نه تراوسه د خبریالانو په وړاندې زور زیاتی ۷۰ په ۱۰۰ زیات شوی دی.

په همدغه ورځ د افغانستان د خبریالانو شورا پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بیان د ازادۍ د اتل لقب او جایزه ورکړه.

د دغې شورا ویاند بشیر هاتف د امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوی ځکه پخوانی ولسمشر په دغه لقب وویاړه، چې په افغانستان کې د ده په خبره مطبوعاتو تر بل هر وخت ډېر، د هغه د واکمنۍ پر مهال، وده او پرمختګ وکړ.

ښاغلي هاتف وویل " موږ ځکه اوس دا کار وکړ چې، د هغه واکمني ختمه شوې او په اړه یې ښه قضاوت کېدی شي، بل هدف مو دا دی چې نور افغان چارواکي او مشران هم وهڅول شي چې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ لپاره کار وکړي هاغسې چې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال شوی دی."

ښاغلی هاتف وايي له یو شمېر خبریالانو او د خپلې شورا د غړو سره له سلا مشورو وروسته، حامد کرزي ته دغه لقب ورکړ. د خبریالانو شورا د ښاغلي هاتف په خبره د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې څانګې لري چې څه باندې ۱۲۰۰۰ غړي او کار کوونکي لري.

په خپله حامد کرزی وايي د بیان ازادي یوه لاسته راوړنه ده او دا لاسته راوړنه خلکو په خپله لاس ته راوړې ده. نوموړي وویل د بیان له ازادۍ به دفاع کوي او هیڅکله به د مطبوعاتي ازادي خطر ته پرې نه ږدي.

دی وايي ‪"‬تر ریاست جمهوري وروسته چې زه یو متقاعد سړی یم، او د افغانستان د یوه شهروند په توګه تاسې سره خبرې کوم، دا خویشتنداري اوس هم لرم، مګر هلته چې د افغانستان ملي منافع کاملا او شدیدا ایجاب کوي، بیا به نو له دې خویشتندارۍ څخه لاس اخلم، او د مطبوعاتو او رسنیو او د بیان د ازادۍ په دفاع کې او د افغانستان د ملي منافعو په دفاع کې به چې څه ضرور وي، هغه به وایو.‪"‬

د افغان خبریالانو ستونزې

په همدې حال کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره نۍ وايي، د دوی سروې ښيي، چې اووه څلوېښت په سلو کې تاوتریخوالی د دولت له لورې له خبریالانو سره شوی او پاتې یو پنځوس د مافیايي کړیو او وسله والو مخالفینو لخوا ترسره شوی دی.

د نۍ ادارې وویل د تېر کال د مۍ له میاشتې تر دې دمه له دوی سره د ۱۵۰ خبریالانو چې ګواښل شوي شکایتونه درج شوي دي.

د نۍ د ادارې له خوا په کابل کې د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې د نمانځنې په مهال وویل شول، چې پنځوس فیصده له خبریالانو سره تاوتریخوالی له هیڅ مرجع سره په خپله خبریالانو ندی درج کړی دی.

د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ د ادارې نۍ د رسنیو د څار مسؤل صدیق الله توحیدي وویل ‪"‬زه تمه لرم، چې د ملي یووالي د حکومت په استقرار، او د خبریالانو شکایتونو په رسېدنې وضعیت له پخوا ښه شي، که کوم پام و نه کړي، نو ښايي دا شمېره لوړه لاړه شي.‪"‬

XS
SM
MD
LG