د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د روسیې په 'هوایي بریدونو کې ۱۳ تنه وژل' شوي


یو هوایي برید د میوو او سبزیو په مارکیټ شوی.
یو هوایي برید د میوو او سبزیو په مارکیټ شوی.

د بشري حقونو څار اداره وایي د سوریې په شمال لویدیځ کې چې کنټرول یې د یاغیانو په لاس کې دی د روسیې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شویدي.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي چې بریدونه یکشنبه جون ۲۵ (چنګاښ څلورم) د ادلیب ښار د جسر الشعور سیمې د سبزیو او میوې یو مارکیټ او یوې بلې سیمې کې شویدي. دی وايي چې پدې بریدونو کې نهه ملکیان وژل شوي چې دوه یې ماشومان وو.

ښاغلي عبدالرحمان ویلي چې په روان میلادي کال کې دا په سوریه کې تر ټولو خونړي هوایي بریدونه دي چې روسي ځواکونه یې کوي او ډله ایزه وژنه بلل کیدی شي.

د بشري حقونو څار ادارې ویلي چې روسي ځواکونه دا بمبارۍ د یاغیانو بې پیلوټه الوتکو بریدونو په ځواب کې کړي چې تیره اوونۍ پکې څلور ملکیان وژل شوي وو.

د پیښې یو عیني شاهد سعد فاطو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ګڼ شمیر ټپي شوي او وژل شوي کسان یې په خپلو سترګو لیدلي او داسې ښکارېده لکه له "هرې خوا چې توغندي وریږي".

نوموړي ویلي، " پېښه نشم بیانولی. وژل شوي او ټپي شوي مې ولیدل او زما ټول لاسونه په وینو ککړ و." میرمن فاطو همدرانګه ویلي چې روغتون ته د زخمیانو په لیږدولو کې یې هم مرسته کړې.


په عین حال کې د سوریې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې هوایي بریدونو کې د روسي ځواکونو سره د سوریې ځواکونو همغږي کړې او د هغو بریدونو په غبرګون کې شوي چې یاغیانو څو ورځې وړاندې د حاما او لاذقیې په ولایتونو وکړل او ملکیان پکې ووژل شول.

پدې اعلامیې کې چې په سرکاري خبري اژانس کې خپره شوې راغلي چې عملیات د ادلیب په ولایت کې د "ترهګرو په سنګرونو" شوي چې لسګونه ډرون الوتکې او د مهماتو ډیپوګانې پکې له منځه تللي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې هم تائید کړې چې په دوو بریدونو کې یوازې څلور یاغیان وژل شوي او پاتې نور ټول یې ملکیان و. دغه اداره چې مرکز یې په بریتانیا کې دی ویلي چې یو وژل شوی یاغي د تاجیکستان اسلامي ګوند غړو وو چې ډیری یې اویغوريان دي.

پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ عام خلک ټپي شوي هم دي خو ښایي چې د ټپي شوي او وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي.

د بشري حقونو د څار د دغې ډلې د راپور په اساس، د سوریې شمال-ختیځ ایالت ادلیب او د حماه، حلب او لاذقیه ته ورڅېرمې نورې سیمې د تحریر حیات الشام او نورو وسله والو ډلو له لوري کنترول کېږي.

د ادلیب سیمه د شاوخوا درې میلیون خلکو کور بلل کېږي چې اکثریت یې اوس د جګړو له کبله بېځایه شوي دي.

د سوریې شخړه په ۲۰۱۱ کال کې د سوله ییزو اعتراضونو د وحشیانه ځپلو په نتیجه کې پیل شوه او په کې د ګڼو بهرنیو قدرتونو او نړیوالو جهادیانو د ښکیلتیا په وجه وغځېده.

ملګري ملتونه وايي‌ چې پدې جګړه کې نږدې نیم میلیون خلک وژل شوي او د هیواد شاوخوا نیمایي نفوس د جګړې په وجه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG