د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې په جګړو کې تر ۳۴ داعشیان وژل شوي


د ننګرهار په کوټ کې د تیرې شپې جګړه د دغې ډلې له خوا افغان ځواکونو سره ترټولو اوږده جګړه وه.
د ننګرهار په کوټ کې د تیرې شپې جګړه د دغې ډلې له خوا افغان ځواکونو سره ترټولو اوږده جګړه وه.

د ننګرهار چارواکي وایي په کوټ ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ په جګړه کې څه دپاسه ٣٠ داعش وسله وال او پنځلس ملکي وګړي وژل شوي دي. په جګړه کې حکومتي خواته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

لسګونو داعش وسله والو بیګا نیمه شپه د کوټ ولسوالۍ په احمد خیلو او لاغرجو سیمو کې د محلي پولیسو پر پوستو او کورونو چپاو وروړی دی.

د ننگرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي په جګړه کې د ګڼو ملکي وګړو کورونو ته داعش جنګیالو اور ورته کړی او ان په ښځو او ماشومانو یې د ټوپکو خولې ور اړولي دي.

ښاغلی خوږیاڼی وايي په شوې جګړه کې ګڼ ملکي وګړي ټپیان دي. هغه حکومتي غاړې ته مرګ ژوبله مني خو وايي کره شمېره نه ده څرگنده.

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د داعش جنګیالیو د تېرې شپې په جګړه کې ګڼ سیمه ییز پولیس ژوندي وړي او سرونه یې ور پرې کړي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان زړور زاهد وايي د جګړې سیمې ته تازه دمه قوا ور رسېدلې ده.

د ننګرهار کوټ له اچین وروسته د داعش ډلې د اوسېدو مهمه سیمه ګڼل کېږي.

تر اوسه د داعش وسله والو د کوټ د تازه جګړې په اړه څه ندي ویلي، خو ځايي اوسېدونکي وايي حکومتي خواته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د همدې ولایت په یوه بله ولسوالۍ لعل پوره کې بیا بې پلوټه الوتکې د پاکستاني طالبانو یوه ډله په نښه کړې ده.

د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي په دغه برید کې د پاکستاني طالبانو اوه غړي وژل شوي او درې نور زخمیان دي، خو په ګاونډي ولایت کونړ کې بیا د امارت او پاکستاني طالبانو ترمنځ په خپلو کې جګړه شوې ده.

په ختیځ زون کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د دولت دغو دواړو مخالفو ډلو بیګا شپه د سرکاڼو په ولسوالۍ کې جګړه پیل کړې او په ترڅ کې یې اته د تحریک طالبان پاکستان او پنځه د امارت غړي وژل شوي دي.

تر اوسه دغو دواړو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG