د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې تېرکال څه باندې ۳۷زره ماشومان زېږېدلي- د روغتیا ریاست


په هلمند کې د روغتيا نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل شوه چې ددې ولايت ډيری نفوس په نا امنو سیمو کې د صحي خدماتو څخه بې برخې دي‌.

د عامي روغتيا مسؤلين وايي‌ تير کال هجري شمسي کال کې د هلمند په ټولو روغتيايي مرکزونو کې څه کم درې ميليونه ناروغانو ته صحي خدمتونه شوي دي خو دا خدمات بسنه نه کوي‌ او بايد نړيوالې روغتيايي ‌ادارې له دوې سره مرسته وکړي.

د چارواکو په ویناتېرکال روغتونونو او روغیتايي مرکزونو کې (۳۷۶۵۱)زيږونونه په روغتيايي مراکزو کې شوي دي، ۱۷۰ زره ميندو ته تر زيږون مخکې او وروسته په ټولو صحي کلینیکونو کې خدمات وړاندې شوي دي او ۴۴۹ د توبرکلوز ناروغان تداوي شوي دي.

د عامې روغتيا رئيس عبدالاحد حازم په وينا د روان میلادي کال له پیل راهیسې یې تر دې دمه ددې ولايت‌ په مختلفو سيمو کې ۳۰ کلينیکونه فعال کړي دي.

د هغه په وينا په موسی قلعه، ګرشک، ګرمسير، نادعلي او لښکرګاه کې به ۵۰ بستريز روغتونونه جوړ شي چې په مرسته به یې د دغو ولسواليو اوسیدونکي له ټولو صحي خدماتو څخه برخمن شي.

اوسمهال په دې ولايت کې ۸۷ کلینیکونه صحي خدمات وړاندې کوي چې ۳۹ کلينیکونه یې تعمير لري او پاتي نور یې د خلکو له خواپه ورکړل شويو ځايونو کې فعالیت کوي.

د نړیوالو ادارو څخه چې د روغتیا په برخه کې په هلمند کې کار کوي، یو یې بې پولې ډاکټران دي چې له تيرو ۱۰ کلونو راپدېخوا په بُست ولايتي روغتون کې د عاجل خدمات، نسايي‌ ولادي، توبرکلوز، جراحي او د ماشومانو د خوارځواکی په برخه کې فعاليت کوي.

د بُست ۱۰۳ بستريز ولايتي روغتون هم د بې پولو ډاکټرانو په همکاری په ۳۷۸ بستريز روغتون بدل شوی چې هره ورځ تر ۷۰۰ څخه ډیرو ناروغانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

په هلمند کې د بې پولې ډاکټرانو مشرې”مرسيلا کرې“ خوښي ښودلې چې د افغان روغتيا پالانو سره په ګډه کار کوي.

هغه وايي ”هره ورځ مونږ ته په عاجل واټونو کې تر ۵۰۰ زيات ناروغان مراجعه کوي او مراجعینو شمیر مو د تیر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوی هم ده چې د بُست روغتون په مرسته ورته روغتيايي‌خدمات وړاندې کوو“ ځایي خلک بیا د دغې ادارې څخه ګیله لري چې د بې پولې ډاکټرانو خدمات يوازې په لښکرګاه ښار پورې محدود دي او لرې پرتو سیمو ته یې د غځولو غوښتنه کوي.

هلمند کې "روغتیا د ټولو لپاره د ټولو په مرسته" ورځ ولمانځل شوه.
هلمند کې "روغتیا د ټولو لپاره د ټولو په مرسته" ورځ ولمانځل شوه.

د روغتيا نړيوال سازمان په کال ۱۹۴۸ کې د اپريل په ۷مه د ملګرو ملتونو سازمان تر چتر لاندې تاسيس شوی و چې د تاسیس ورځ یې هر کال ددغه سازمان په غړو هیوادونو کې لمانځل کیږي.

دغه سازمان د ۲۰۱۹ کال لپاره ” روغتيا د ټولو دپاره، د ټولو په واسطه“ موضوع ټاکلې او خلکو ته د عامه پوهاي په ډول دا پيغام خپروي چې په یوې ټولنه کې د روغتیا پالنې مسئولیت یواځې د روغتيا پالانو نه دی او عام خلک هم بايد د روغتيايي کارکوونکو په څیر خپل مسؤليت ادا کړي.

XS
SM
MD
LG