د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار – کابل په لاره په ترافیکي پیښه کې ۳۳ مسافر وژل شوي


 د کندهار د پولیسو د چارواکو د وینا له مخې د ناامنیو د پیښو وروسته ډیر شمیر افغانان په ترافیکي پیښو کې وژل کیږي.
د کندهار د پولیسو د چارواکو د وینا له مخې د ناامنیو د پیښو وروسته ډیر شمیر افغانان په ترافیکي پیښو کې وژل کیږي.

چارواکي وایي، نن سهار ۶ نيمې بجې د کندهار – کابل په لویه لار د زابل ولایت په مربوطاتو کې په یوه خونړۍ ترافيکي پېښه کې ۳۳ تنه وژل ښوي دي.

د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي امريکاغږ ته وويل چې د پیښې له ځایه تراوسه ۱۴ تنه ټپيان پوليسو د کندهار او زابل روغتونونو ته وروړي دي.

سمونوال غلام جيلاني فراهي وويل، چې پېښه د یو ټيلر او د اميريان په نوم د یوترانسپورتي شرکت د یو بس د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د زابل د امنيت امر زياته کړه چې بس اور اخيستي او علت هم د دواړو موټرو چټک سرعت وو .

د زابل د عامي روغتيا رئیس لعل محمد توخي امريکا غږ ته وويل، چې د ځينو ټپيانو روغتايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د کندهار- کابل په لویه لاره اکثره ترافیکي پیښې کیږي چې د کندهار د پولیسو د چارواکو د وینا له مخې د ناامنیو د پیښو وروسته ډیر شمیر افغانان په ترافیکي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دې پیښې وړاندې د روان کال د غوایی د میاشتې په ۱۹ کابل – کندهار پر لویه لار د غزني د مقر په ولسوالۍ کې په یوه بله ترافیکي پیښه کې ۵۲ مسافروژل شويوو او۷۳ نورټپیان شوي وو.

ددې پیښې دولس ورځې وړانډې د کندهارولایت د میوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې په یوه ترافیکي پیښه کې تر ۳۵ کسانو پورې وژل شوي وو او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي وو.

پولیس وایي، د جګړو له کبله د کابل – کندهار لاره تخریب شوې او د سړک ځني برخې او پلونه نړیدلي چې هغه موټروانان چې په زیات سرعت حرکت کوي او ترافیکي قوانین نه مراعات کوي د دغه ډول خونړیو پېښو د پیښیدو سبب ګرځي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG