په ژنیو کې د ملگرو ملتونو په امنیتي شورا کې د بشري حقونو فعال فضل الرحمان افریدي (په یوې وینا کې) د نړیوالو نه غوښتي دي چې په پاکستان کې د لادرکه پښتنو په هکله د هغوي کورنیو ته معلومات ورکړل شي.
افریدي امریکا غږ ته وویل چې د یوې اندازې سره سم ٣٢ زره پښتانه لادرکه دي او پدغو کې د ٦ زرو د نومونو لسټ د پښتون تحفظ غورځنگ مشرانو راغونډ کړیدی.
د فضل الرحمان افریدي سره پوره مرکه دلته واورئ
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.