د لاس رسي وړ اتصالات

تامس ویسټ د افغان ښځیه فعالانو په بې درکه کیدو ژوره اندیښنه ښودلې


د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړدي استازي تامس ویسټ په افغانستان کې د یو شمیر ښځینه فعالانو د بې درکه کیدو په راپورونو "ژوره اندیښنه" وښودله.

ښاغلي ویسټ پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، " نړۍ پوښتنه کوي چې تمنا، پروانه او عالیه چیرته دي. زه او همکاران مې په خوندي توګه د هغوي د بیرته ستنیدو کوښښ کوو."

د امریکا ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې د بیان آزادي د ټولو افغانانو بنسټیز حق دی.

داسې ویل کیږي چې وسله والو طالبانو د تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خیل په نامه میرمنې وروسته تر هغه ونیولې چې په اجباري توګه د حجاب اغوستو په خلاف یې په یوې مظاهرې کې برخه اخیستې وه.

میرمن پریاني تر غیب کیدو وړاندې په یوې ویدیو کې چې هغې په ټولنیزو شبکو کې خپره کړې، ظاهرآً یې ښودله چې طالبان یې د شپې لخوا د نیولو لپاره د کور شا ته ورغلې .

خو د طالبانو یو جګپوړي غړي سهیل شاهین دا تورونه رد کړي او وایي چې ځیني خلک دا کار په بهرنیو هیوادونو کې د پنا اخیستو په خاطر کوي.

ښاغلي شاهین تیره اوونۍ د بي بي سي سره په مرکې کې وویل، "که طالبانو هغوي (ورکې شوې میرمنې) نیولې وي، نو د نیول کیدو خبر به یې ورکوي. که قضیه همداسې وي او په هغوي تورونه وي په محکمې کې به د خپل ځان دفاع وکړي. دا قانوني عمل دی. خو که هغوي نه وي نیول شوې نو داسې جعلې ویډیوګانې او فلمونه په بهر کې د پنا اخیستو لپاره جوړوي."

د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی پداسې حال کې د دې میرمنو د ورکیدو په راپورونو اندیښنه ښیي چې متحده ایالاتو او ناروې د اسلو په ښار کې د طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې د استازو په غونډې کې هم د میرمنو په وضعیت اندیښڼه ښودلې.

د غونډې ګډون والو د طالبانو څخه وغوښتل چې د بشري حقونو د اندیښنې وړ سرغړاونو مخنیوی دې وکړي چې خپل سري نیونې ( د ښځینه فعالانو تازه نیونې)، جبرې غیب کیدنې، د مطبوعاتو ځپنې، د محکمې پرته د خلکو وژنې، د نجونو او میرمنو شکنجې او محدودیتونه هغه اندیښنې دې چې د اسلو د غونډې ګډون والو یې د طالبانو څخه د جدي اقداماتو غوښتنه وکړله.

ګډون والو همدرانګه وویل چې د میرمنو څخه دې د کار او د محرم پرته د سفر کولو حق نه اخیستل کیږي.

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسیدو وروسته د ټولنې د نورو برخو په ګډون په ځانګړې توګه په میرمنو داسې محدودیتونه وضع کړي چې په افغانستان او نړۍ کې د اندیښنې وړ ګرځیدلي.

د افغانستان په ډیرو برخو کې لا هم د نجونو لپاره لیسې او متوسطه ښوونځي بند دي او میرمنې یوازې د روغتیا په سکتور او ځنې نورو برخو کې د کار کولو اجازه لري.

XS
SM
MD
LG