د لاس رسي وړ اتصالات

تامس ویست له پاکستاني چارواکو سره پر افغانستان غږېدلی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هیواد چارواکو د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي تامس ویست سره لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد د چهارشنبې په ورځ ناوخته اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویست په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره کتلي دي.

د نوموړي په خبره دواړو لورو یو ځل بیا پر یو سوله ییز، پر ځان بسیا او باثباته افغانستان باندې ټینګار کړی او هم یې د دغه هیواد اقتصادي پیاوړتیا یوه اړتیا بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویسټ په دې وروستیو کې پاکستان ته سفر کړی دی.

په دې وروستیو امریکايي او پاکستاني چارواکو د بېلابېلو مسائلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم څو ځله لیدنې کړي دي.

د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۲۶مه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کې د سیمې ثبات او اقتصادي مسائلو ترڅنګ ویلي و چې د یو باثباته او سوله ییز افغانستان په اړه ګډ کار کوي.

دغه لیدنه چې د امریکا په متحده ایالاتو کې تر سره شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ترڅنګ د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقوقو پر تامین باندې ټینګار کړی دی.

د اعلامیې له مخې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې موږ «امریکا او پاکستان» له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له نژدې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه په شپږ ورځني سفر امریکا ته تللی او یو شمېر څیړونکي وايي، هغه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې دپاره له امریکا څخه پوځي مرسته غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د امریکا غږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې په اوس وخت کې متحده ایالات د خپلو ملي ځانګړو ګټو په رڼا کې له پاکستان سره د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو د ټولو اړخونو ارزونه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیې کي د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه ویل شوي: "د اکتوبر په ۴مه د اړیکو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت د دفاع وزیر لویډ اسټین په پنټاګون کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه کوربه و. د اوږدې مودې دا دوه اړخیزې اړیکې اوس هم پر ځای دي چې په رڼا کې یې نن د مشترکو دفاعي ګټو پر فرصتونو تمرکز کیږي."

XS
SM
MD
LG